1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: هيواد ته د شخړيز مسيحي ملا د سفر مخالف يو

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه

د المان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله، د هغه اقدام ملاتړ کوي چي و هغه امريکايي مسيحي پاستور(ملا) ته چي اسلام ته د سپکاوي له فلمه سره تړاو لري، المان ته د سفر اجازه نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/16ACr
انځور: dapd

وسترويله د خپل هيواد له لومړۍ تلويزوني شبکېARD سره په مرکه کي وويل، چي په دي برخه کي بايد «ټولي قانوني لاري چاري» په پام کي ونيول شي.

تيري جانز نومی امريکايي مسيحي مبلغ د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي فلم په خپرولو کي په لاس لرلو تورن دئ. دغه فلم په ټوله نړۍ کي د مسلمانانو غوسه را پارولې ده.

د المان د کورنيو چارو وزارت تصميم نيولي دئ چي دغه ملا ته د سفراجازه ور نه کړي. د دغه وزارت د وينا له مخي د سفر ويزې د نه ورکول تصميم به د شينګن د تړونونو او د المان د اقامې د قوانينو له مخي ونيول شي.

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل: «ما پرون د کورنيو چارو له وزارت څخه غوښتنه وکړه چي په دې لاره کي ټولي قانوني لاري چاري ولټوي. موږ په المان کي کرکه پارونکی مبلغ نه زغمو.»

تيري جانز د امريکا متحده ايالاتو د فلوريدا په ايالت کي له مسيحيت څخه د يوې جلا شوي فرقې مشر دئ او پر متحده ايالاتو باندي ئې د سپتمبر د يوولسمي د تروريستي بريدونو د کاليزي په مناسبت په۲۰۱۰ کال کي غوښتل چي د مسلمانانو اسماني کتاب، قرآن وسوځوي. که څه هم چي هغه د سپتمبر په مياشت کي له دې عمل څخه ډډه وکړه، خو څو مياشتي وروسته ئې په دغه عمل لاس پوري کړ.

مسيحي ملا تيري جانز
مسيحي ملا تيري جانزانځور: picture-alliance/dpa

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل، څرنګه چي په عربي نړۍ کي افراطيون شته چي خلک کرکي او اله ګولو ته وهڅوي او غواړي چي زور زياتيو ته لمن ووهي،«له بده مرغه دلته په لوېديځه نړۍ کي هم بنسټ پال، ښی اړخي تند لاري او افراطيون شته.»

وسترويله يادونه وکړه، چي المان به داسي خلکو ته چي د کرکي تبليغ کوي خپل هيواد ته د سفر اجازه ور نه کړي: «موږ به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو، تر څو د داسي کسانو مخه ونيسو چي خپل ناوړه عمل دلته سرته ورسوي.»

وسترويله وويل، چي المان يو زغم لرونکی هيواد دئ: «موږ هغه هيواد يو چي نه يوازي ديني تنوع منو، بلکي هغه غواړو او ارزښت ورکوو.»

د المان د کورنيو چارو وزير هانز پيتر فريد ريښ، د هغه تصميم په اړه چي غواړي د «المان پولوي» په نامه يوې ښی اړخي افراطي ډلي د دې تصميم مخه ونيسي چي اسلام ته د سپکاوي ويديو په دغه هيواد کي خپره کړي، وستر ويله وويل:

«زه په دې باور يم چي د نورو اديانو ته سپکاوی د قانون له مخي نه يوازي منع دئ، بلکي د عامه سوله ييز ژوند د ساتني خبره هم ده.» هغه وويل چي د المان قضايي اورګانونه بايد ټولي قانوني لاري چاري ولټوي چي «نړۍ ته کوم غلط پيغام وا نه ستول شي.»

د المان د بهرنيو چارو وزير وويل، چي له الماني ټولني څخه هيله کيږي چي د «ښی اړخو افراطيونو پر ضد خپل غږ پورته کړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل