1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په اروپا کې د آزاد سفر ملاتړ وکړ

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

المان یو ځل بیا د شنګن تړون په غړو هیوادونو کې د آزاد تگ راتگ ملاتړ کړی دئ. دغه موضوع له هغه وروسته توده شوه چې د فرانسې ولسمشر گواښ وکړ چې د بیا ټاکل کیدو په صورت کې به خپل هیواد له شنگن څخه په موقتې ډول وباسي.

https://p.dw.com/p/14Jmv
انځور: Fotolia/babimu

د المان دولت د ویاند مرستیال ګیورګ شتراتر، د دوشنبې په ورځ وویل چې د سرکوزي څرګندوني باید یوازي د یوه کمپاین په توګه په پام کې ونیول شي.

هغه ټینګار کړی دﺉ چې المان د شنګن د اتحادیې ملاتړ کوي. د هغه په خبره د شنګن په تړون کې په شاملو هیوادونو کې آزاد تګ راتګ د اروپا له لویو برياوو څخه دئ.

لوګزامبورګ هم پر سرکوزي نیوکي کړي دي. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرکوزي ته د «اروپا ضد» سړي خطاب کړی دﺉ.

سرکوزي ویلي ول چې که اروپا د یوه کال په ترځ کې د غیر قانوني ګډوالو پر وړاندي لازم اقدامات و نه کړي نو دی به د ټاکنو د گټلو په صورت کې خپل هیواد د شنګین له تړون څخه په مؤقتي توګه را وباسي.

سرکوزي خپلو ملاتړ کوونکو ته په یوه وینا کې ویلي ول چې دا یوه ډیره عاجله موضوع ده. هغه زیاته کړې وه چې فرانسه نه غواړي چې د اروپا د سرحدونو د نه کنترول له کبله د غیر قانوني کډوالو له ستونزي سره مخامخ شي.

سرکوزي دغه راز ویلي دي چې که د دوهم ځل له پاره وټاکل شي نو داسي اقدامات به پلي کړي چې له مخي به ئې په اروپايي مارکیټونو کي اروپایي توکي وپلورل شي.

هغه ویلي دي چې داسي یوه اروپا نه غواړي چې خپل مارکیټ ئې د نورو پر وړاندي پرانیستی دئ په داسي حال کې چې د هغه په خبره نورو هیوادونو د اروپا پر مخ خپل مارکېټونه تړلي دي.

د غیر قانوني کډوالو موضوع په ټوله اروپا کي یوه شخړه يیزه مسئله ده. د چهار شنبې په ورځ هم د اروپايي اتحادیې اوو غړو هیوادونو اروپا ته د غیر قانوني گډوالو د مخنیوي په اړه یوه غونډه وکړه. په دغه غونډه کې المان او فرانسې هم گډون کړی وو.

د فرانس پرس/ د آلمان خبري آژانس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل