1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په ترکيه کي «پاتريوت» ماموريت پای ته رسوي

آژانسونه / محمد قاسم نوري۱۳۹۴ مرداد ۲۴, شنبه

دا په وروستیو کلونو کی د الماني پوځ لپاره یوه ډیره هیجاني قومانده وه. هغه دا چي «په ترکیه کي د پاتریوت راکټي دفاعی سیسټم» ماموریت په غاړه واخلي. خو اوس د المان دفاع وزارت ویلي دي چي دغه ماموريت به ختم کړي.

https://p.dw.com/p/1GFws
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld
المانۍ مجلې «شپیگل انلاین» په یوه رپوټ کي ليکلي دي چي د المان حکومت په دننه کي په تیرو څو ورځو کي په محرمانه ډول سره توافق سوی دی، چي د ترکيې په جنوب کي ځای پر ځای سوي د «پاتریوتدفاعي سیسټم» او د هغه سره یوځای تقریبأ۲۶۰ الماني عسکر به په راتلونکو میاشتو کی راوباسي.

دغه خبره د المان د دفاع وزارت یوه ویاند هم تایید کړې ده. د وزرات په وینا به دغه مؤقت ماموریت چي موده یې د ۲۰۱۶ م کال د جنوري میاشتي په اخره کي پای ته رسیږي، نور تمدید نه سي.

«شپیگل انلاین» همدارنگه لیکلي دي چي حکومت همدا نن شنبه (د ۲۰۱۵کال د اګست ۱۵مه نېټه) لا غواړي، پارلمان ته د خپل دې تصمیم څخه خبر ورکړي. هغه د دې له پاره چي نور د ناټو په چوکاټ کي هغه ماموریت چي پر ترکيې باندي د سوريې څه د احتمالي راکټي حملو د دفاع په خاطر موجود ؤ، نور نه تمدیدوي. د «پاتریوت» دغه دفاعي سیسټم د ترکيې په غوښتنه دوه نیم کاله دمخه د سوریې د سرحد څخه تقریبآ ۱۰۰ کیلوتره لیري په ترکيه کي مستقر سوی ؤ. دغه ماموریت ته په اول واري د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ میاشتي تر ۳۱ مي نیټي پوري معاد ټاکل سوی ؤ.

خو د عراق په شمال کي د کردي ياغيانو د گوند PKK پرمورچلونو باندي په تیرو څو ورځو کي د ترکيې د سختو نظامي عملياتو له کبله په جرمني کي پر دغه ماموریت باندي سخت سیاسي بحثونه رامنځته سول. حتی د حکومتي اییتلاف له خوا خو دا غوښتنه طرح سوه، چي دغه ماموریت به په هغه صورت کي قطع کړي، چي که د ترکيې هوايي قواوي د PKK پر نظامي اړخ باندي خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. خو د «شپیگل انلاین» د رپوټ له مخي د جرمني حکومت نه غواړي اوسني تصمیم ته په ترکیه کي د تازه وضعیت سره ارتباط ورکړي. د دغه ماموريت د پای ته رسولو رسمي دلیل دا ښودل سوی دی، چي د سوريې څخه پر ترکيې باندي د راکټي حملو خطر نور موجود نه دی.