1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان په سوريه کي د مسيحيانو په اړه اندېښنه لري

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15kIu

په سوريه کي د کورنۍ جگړې د توندېدو له کبله په المان کي د سوريې د مسيحيانو په هکله اندېښنې زياتي سوي دي. په المان کي د دولتي گوند د ائتلاف پارلماني مشر فولکر کاوډر يوې المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي د سوريې مسيحيان د جنگ د دواړو اړخونو تر منځ را گير دي. د کاوډر په وينا په سوريه کي د مسيحيانو وضعه ډېره جدي ده. دغه الماني سياست وال ويلي دي، چي المان په دې هکله فکر کوي چي له سوريې څخه و گاونډي هيوادونو ته له مهاجر سوو مسيحيانو سره څرنگه مرسته وکړي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس په سوريه کي د روان کړکېچ له کبله په لکونو انسانان بې ځايه سوي او په تېښته کي دي. د دغو معلوماتو پر اساس يوازي له حلب ښار څخه څه باندي دوو لکو انسانانو هجرت کړی دئ، چي په هغو کي مسیحيان هم شامله دي. د سوريې د نفوس تقريبا لس فيصده برخه مسيحيان دي.