1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الن: ملا عمر د طالبانو کنترول له لاسه ورکړی دﺉ

۱۳۹۰ دی ۲۹, پنجشنبه

جان الن وایي چي ملا عمر د طالبانو کنترول له لاسه ورکړی دﺉ. الن په هلمند ولایت کي پروني بریدونه په کلکه وغندل. هغه وویل چي دا پیښي ښيي چي یاغیانو د افغانستان د خلکو په وړاندي جګړه اعلان کړې ده.

https://p.dw.com/p/13lgy
الن وایي ملا عمر د طالبانو کنترول له لاسه ورکړی دی
الن وایي ملا عمر د طالبانو کنترول له لاسه ورکړی دیانځور: AP

د افغان چارواکو په خبره د هلمند ولایت په پرونیو پیښو کي ۱۶ کسان وژل شوي دي. ناټو د چهارشنې په ورځ په یوه خبرپاڼه کي وویل چي د هلمند ولایت په کجکي ولسوالي کي پرونۍ پیښې ډیر شمیر افغانانو او بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولي ده. ناټو د پیښې نور جزئیات نه دي اعلان کړي.

په خبرپاڼه کي د الن په حواله لیکل شوي دي چي یاغیان د داسي بریدونو په ترسره کولو یوازي ملکیانو ته زیان رسوي او د ناټو او افغان امنیتي ځواکونو عملیات نه شي اغیزمن کولای. د الن په خبره دغه شان بریدونه یوازي په افغانستان کي د سولي روانو خبرو اترو ته زیان رسوي.

الن ویلي دي: «ملا محمد عمر د طالبانو کنترول له لاسه ورکړی دی. که نه نو هغه به دغه شان بریدونه چي ملکيان پکښي وژل کیږي درولي وای.»

څه نا څه یو کال مخکي د طالبانو مشر له خپلو جنګیالیو څخه غوښتي ول، چي ملکيانو ته زیان و نه رسوي، خو ډیری وخت ملیکان د طالبانو په بریدونو کي وژل کیږي.

طالبان اوس نه یوازي د ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړي د بمونو په واسطه افغان ملکيان، پولیس او د ناټو سرتیري وژني بلکه دغي ډلي په وروستیو کي د افغان چارواکو د وژلو یوه لړۍ هم پیل کړې ده.

د ملکیانو لپاره خونړۍ ورځ

د چهارشنبې په ورځ په هلمند ولایت کي دوه چاودنو ۱۶ کسان ووژل او ۲۰ نور یي ټپیان کړي دي.

په لومړۍ پیښه کي پر موټرسایکل سپور یو ځانمرګي برید کوونکي لس ملکیان او دوه تنه پولیس ووژل. دا پیښه د هلمند ولایت د کجکي د ولسوالۍ په یوه بازار کي رامنځ ته شوه.

تر لومړۍ چاودني څخه دوه ساعته وروسته په همدي ولایت کي د سړک د غاړي یو بم څلور کسان ووژل. د وژل شوو کسانو په ډله کي د افغانستان د استخبارتي اداري یو غړي د هغه دوو تنه ساتوونکو او یو ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم