1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الوکو: په لوی څانوالۍ کي د رشوت مسله د خلکو اوازې دي

۱۳۸۹ مرداد ۳۱, یکشنبه

په افغانستان کي د بنديانو د خلاصولو په اړه د لوی څرنوال محمد اسحاق الوکو سره د دويچه ويلي المان ږغ راډيو ځانگړې مرکه.

https://p.dw.com/p/OtXC
الوکو: دا آوازې دي. موږ د اداري فسادسره دمبارزې ځانګړې څارنوالۍ جوړه كړې ده
الوکو: دا آوازې دي. موږ د اداري فسادسره دمبارزې ځانګړې څارنوالۍ جوړه كړې دهانځور: picture-alliance/ dpa

دويچه ويلي: دسولي دملي مشورتي جرګې دپريكړي له مخه چي دمخالفانوسره دپخلايني درخواست يې كړی دی لوی څارنوالۍ څه كړي دي؟

الوکو: موږ ددې پريكړي دصادريدو څخه وروسته درې ارګانونه لوى څارنوالۍ، پوليس اومحاكم شپه او ورځ لګيايوكاركوو چي، په څو ګروپو نو كي بنديان له بندنه ازادكړای سوي، چي شمېريې ۱۵۰تنوته رسيدلی دی او دا پروسه په پوره چټكۍ سره دوام لري. هغه ژمنه چي ولس مشر د مخالفينوسره د پخلايني لپاره كړې ده ګام په ګام عملي كيږي.

دويچه ويلي: څه فكركوی څومره بنديان سته، چي بايدازادكړل سي؟

الوکو : موږ اوس ۱۸۰ تنه دڅرخي پله په زندان كي لروچي،خلاصول يې دوام لري. د ځينودوسيې لاپه محاكموكي دي، چي موږ ورته متنظريوچي يابه يې د بنده څخه آزاد کړو او يابه يې په بندكي تخفيف وروكوو.

خو د درنو جزاګانو بنديان به وڅېړواود خلاصيدو لپاره به يې ولس مشر ته پيشنهاد كوو.

د بګرام په نوي محبس كي څه دپاسه ۷۰۰ تنه بنديان لرو، چي څارنوالان او قاضيان په تحقيق اوڅېړنو بوخت دي چي برخليك به يي ډيرژرمعلوم سي.

دويچه ويلي: داسي ويل كيږي چي خپله په لوی څارنوالۍ کي رشوت عام سوی دی او دوسيې په خپل وخت نه فيصله كيږي؟

الوکو: دا آوازې دي. موږ د اداري فسادسره دمبارزې ځانګړې څارنوالۍ جوړه كړې ده او د نورو ارګانونوسره په همغږۍ كي كاركوو او جلا تشكيلات مو ورته جوړكړي.

ستري محكمې هم ددې دپاره ځانګړې محكمه جوړه كړې ده په دې باره كي اوازې دومره حقيقت نلري او د باور وړنه دي څومره چي خلك يي وايي.

ما د څلورو تنو په گډون يوجلاكمېسيون ته وظيفه وركړې هغه ارګانونه چي د رشوت سره سراوكارلري هغه د درنو جرمونو رياست نظارت كوي اوټولي دوسيې به ترنظرلاندي ساتي.

دويچه ويلي: ددوسيو د تراكم د ليري كولولپاره څه واياست؟

الوکو: دوسيې تراكم لري. د هغه د ليري کولو دپاره ځانګړى كمېسيون او جلاڅارنوالي كاركوي. موږ دشپې او ورځي كاركوو او اميدلروچي ټولي دوسيې پر وخت فيصله سي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل