1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الين: افغان لښکر ورځ تر بلي خپله وړتیا ښيي

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه

په افغانستان کي د خارجي ځواکونو قوماندان ویلي دي، چي افغان امنیتي ځواک ورځ تر بلي په خپل هيواد کي د عملیاتو مشري پرغاړه اخلي. د هغه په خبره د ۲۳ زره امریکایي سرتیرو د وتلو پلان په ترڅ کي تر نیمایي زیات سرتیري وتلي دي.

https://p.dw.com/p/15dP5
انځور: dapd

امریکایي جنرال جان الین د یکشنبې(۲۰۱۲ کال د جولای ۲۲) له اسوشیتد پریس خبري آژانس سره په یوه مرکه کي ویلي دي، چي افغان امنیتي ځواک ورځ تر بلي د عملیاتو مشري پر غاړه اخلي، خو یو لړ ډیرو کارونو ته اړتیا شته چي د هغوی له پلانونو او عملیاتو څخه ډاډ حاصل شي.

هغه په خپله مرکه کښي ويلي دي، چي د ناټو د دوبي د عملیاتو هدف دا دئ چي وسله وال یاغیان پر شا کړي، د کابل د امنیت ساحه پراخه کړي او د دغه هیواد په ختیځه برخه کي (د پاکستان سرحد ته څیرمه) د ترسره کیدونکو عملیاتو د مشرۍ ډیره برخه افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړي.

د افغانستان ملي اردو او پولیس له یو شمیر ستونزو، لکه بې سوادي، اداري فساد لږ تجربې او تجهیزاتو له کمي سره مخامخ دي. خو جان الین وایي چي هغوی د جگړې په ډگر کي پرمخ تلونکې وړتیا ښيي. د هغه په وینا په راتلونکو ۲۹ میاشتو کي د پوځي عملیاتو مشري افغانانو ته سپارل د دوی اساسي هدف دئ.

جنرال الین زياته کړې ده: «موږ لا تر اوسه د افغانستان ټول امنیتي ځواکونه استخدام کړي نه دي. او دا کار به په راتلونکو څو میاشتو کي هم تر سره نه شي. خو موږ امید لرو چي د اکتوبر د میاشتي تر لومړۍ نېټې پوري به د افغان امنیتي سرتیرو شمیر ۳۵۲ زرو تنو ته ورسیږي.»

د ناټو د عمومي قوماندان د معلوماتو پر اساس د ائتلافي ځواکونو په ۹۰ سلنه عملیاتو کي افغان امنیتي ځواکونه برخه اخلي او ۴۰ سلنه عملیات د افغانانو له خوا رهبري کیږي.

الین په دې نظر دئ چي د روان کال په پای او د راتلونکي کال په اوږدو کښي د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو د روزلو له پاره ۵۵۰۰ تنه روزونکو ته اړتیا ده، په داسي حال کې چي اوس د روزونکو شمیر د اړتيا له شمیر څخه ۲۰ سلنه لږ دئ.

هغه زیاته کړې ده چې په روانو څو میاشتو کي به نور امریکایي سرتیري هم خپل هیواد ته ستانه شي او د اگست په میاشت کي به لا ډير ډیر سرتیري ستانه شي.

بارک اوباما تیر کال هم لس زره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه خپل هیواد ته ورغوښتي ول او اعلان ئې کړی وو، چي د روان کال د سپتمبر د میاشتي تر ۳۰نېټې پوري به نور ۲۳ زره سرتیري هم خپل هیواد ته ور ستانه کړي.

د افغانستان په ختیځ کي افغان او ائتلافي ځواکونه په دې هڅه کي دي، چي د پاکستان له خاوري افغانستان ته د ور اوښتونکو یاغیانو مخه ونیسي. دغه راز هغوی د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کونړ او ننگرهار کي، چي طالبان او القاعده ډیر فعاله دي، هم یو شمیرعملیات پيل کړي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل