1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الين: افغان ځواکونه تر تمي ډير پياوړي دي

مسعود جهش (اسوشيتد پرس)۱۳۹۱ بهمن ۱۱, چهارشنبه

امریکایي جنرال جان الین، ویلي دي چې افغان ځواکونه تر هغه ډير پرمخ تللي دي چي تمه يې کېده. هغه زیاته کړې ده چې دغه ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیتي مسئولیتونو پر غاړه اخیسلو ته چمتو وي.

https://p.dw.com/p/17TtO
U.S. General John Allen, commander of the North Atlantic Treaty Organization (NATO) forces in Afghanistan, speaks during U.S. Independence Day celebrations in Kabul, in this file picture taken July 4, 2012. Allen, the top U.S. commander in Afghanistan, is under investigation for alleged inappropriate communication with Jill Kelley, a woman at the center of the scandal involving former CIA Director David Petraeus, a senior U.S. defense official said on November 13, 2012. REUTERS/Mohammad Ismail/Files (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY POLITICS)
U.S. General John Allenانځور: Reuters

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان الین، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په افغانستان کې د میشتو امنیتي ځواکونو تر ټولو مهمه دنده دا وي چې افغان ځواکونه وروزي، هغوی ته مشورې ورکړي او په منځ کې یې ټول هغه ظرفیتونه رامنځته کړي چې په مستقله توګه د افغانستان د امنیتي مسئولیونو د پر غاړه اخیستلو له پاره ضروري دي.

په پلان کي ده چې افغان امنیتي ځواک به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې۳۵۲۰۰۰ تنو ته ورسیږي. د هغوی شمیره اوس دې ته یو څه نزدې شوې ده. خو د دې له پاره چې د هغوی د کار کیفیت لوړ شي، باید دغه ځواک ډیر څه تر سره کړي.

جنرال الین ویلي دي، دا چې افغان ځواکونو تر تمې ډیر پرمختګ کړی دی، هغوی ته د افغانستان د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو لړۍ هم ګړندۍ شوې ده. ولسمشر اوباما د روانې میاشتې (۲۰۱۳ کال جنوري) په لومړیو کې اعلان وکړ چې افغان ځواکونه به د دوبي د وروستیو میاشتو پر ځای په راروان پسرلي کې امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. په دې پریکړې سره اوس کیدای شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر هم ګړندی شي.

جنرال الین په خپلې وروستې مرکه کې ویلي دي: «افغان امنیتي ځواک د ظرفیت له لحاظه زموږ د وړاند وینو په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی. زه له دې سره کومه ستونزه نه لرم چې هغوی په ۲۰۱۳ کال کې د عملیاتو مشري پرغاړه اخلي.»

جنرال جان الین ۱۹میاشتې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشري وکړه. هغه اوس د فبروري د میاشتې پر۱۰ نېټه په افغانستان کې خپله دنده پای ته رسوي. سپیني ماڼۍ هغه په اروپا کې د ناټو ځواکونو د مشر په توګه ټاکلی دی.

پرالین باندې دیوید پیتریوس د نامشروع اړیکې په اړوند هم ځینې تورونه لګیدلي ول. خو دی له دغو تورونو څخه خلاص شو. ۵۹ کلن الين ویلي دي چې په دې خبره باندې پوهیده چې له څیړنو څخه به پاک راووزي.

الین ویلي دي چې د څیړنو پر مهال یې هڅه کوله چې خپل کار په سمه توګه پر مخ بوزي. هغه زیاته کړې ده چې دغو څېړنو دی یو څه تر فشار لاندې راوستی وو. پر الین باندې تور لګول شوی وو چې د امریکا د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال دیوید پیتریوس، د اخلاقي موضوع په اړه یې له یوې بلې ښځې سره ایملونو رد او بدل کړي دي. جنرال پیتریوس د همدې قضيې له کبله له خپلې دندې استعفا ورکړه.

کله چې له الین څخه وپوښتل شول چې هغه څه فکر کوي چې تر ۲۰۱۴ کاله وروسته به څومره امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاته شي او دا چې امریکايي ځواکونه به څرنګه له افغانستان څخه ووځي، هغه د دې پوښتنې له ځواب څخه ډډه وکړه او ویویل چې دا پریکړه به د امریکا ولسمشر بارک اوباما وکړي.

افغان ځواکونو له وختي د ډیر سیمو امنیتي مسوولیتونه له بهرنیو ځواکونو څخه پر غاړه اخیستي دي. الین وویل: «په ډیرو مواردو کې افغان ځواکونه لا وختي د عملیاتو مشري پرغاړه لري. اوس په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه پوځي عملیات د افغان ځواکونو له خوا رهبري کیږي.» الین زیاته کړه: «سږ کال به افغان امنیتي ځواک خپله دنده ښه پر مخ بوزي. موږ به د هغوی تر څنګ ولاړ یو. ډیر کارونه لا باید تر سره شي.»

ډیری کسان په دې اړه اندیښنه لري چې افغان ځواکونه به و نه شي کولای چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان ټول امنیتی مسئولیتونه پرغاړه واخلي. خو امریکايي جنرالان وایي چې دغه ځواکونه به وشي کولای چې د خپل هیواد امنیت په خپله ټینګ کړي.

الین دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چې افغان ځواکونه به په راتلونکې کې د هوایي ځواک په برخه کې هم مرستې تر لاسه کړي. خو هغه ټینګار کړی دی چې اوس نړیوال ځواکونه په ۱۲ دقیقو کې د افغانستان هرې برخې ته هوایي قوا استولای شي. الین ویلي دي چې افغان ځواکونه باید له دغه وضعیت څخه ګټه واخلي.