1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الین: په افغانستان کې اوس هم لویې ستونزې شته

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)۱۳۹۲ فروردین ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني قوماندان جان الین، ویلي دي چې افغانستان سولې ته د رسیدو له پاره اوږده لار په مخ کې لري. هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان په ځینو برخو کې اوس هم تاوتریخوالی رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/184XJ
انځور: REUTERS

جان الین چې د بروکینز په څیړنیز بنسټ کې یې خبرې کولې وویل چې اوس پوښتنه دا نه ده چې آیا جگړه به دوام ومومي او که نه، بلکې د هغه په خبره اصلې پوښتنه دا ده چې دغه تاوتریخوالی به د کابل حکومت د بقا له پاره کوم خطر رامنځ ته کړي او که نه؟

پلان شوې ده چې امریکا متحده ایالات او متحدین به یې د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه راوباسي. اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه په تدریجي ډول د خپل هیواد امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخلي.

اوس افغانستان او امریکا پر دې موضوع سره خبرې کوي چې تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري وساتي. دغه بهرني سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مسوولیت پر غاړه ولري.

جان الین د دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې په ۲۵ نېته) وویل چې که څه هم افغان پولیس او ملي اردو جوړه شوې ده خو بیا هم ډیر کار په مخ کې دی. هغه دې خبرې ته اشاره وکړه چې د لوژیستک، ماین پاکولو او هوايي عملیاتو په برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ډیره لوړه شوې ده.

الین د روان کال د فبروري په میاشت کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومانده جنرال جوزف دانفورد ته تسلیم کړه. په اصل کې الین باید په اروپا کې د ناټو د پوځیانو مشري پر غاړه اخیستې وای، خو هغه له دغې دندې څخه ډډه وکړه. الین ویلي وو چې د خپلې میرمنې د خراب روغتیایي وضعیت له کبله دغه دنده پر مخ نه شي بیولای.

پر الین باندې د امریکا د استخباراتي ادارې د پخواني مشر دیوید پیتریوس په دوسیه کې د نامناسبو برېښنا لیکونو د استولو تورونه لږیدلي ول، خو بیا وروسته امریکايي چارواکو وویل چې الین په دې قضیه کې کوم خلاف کار نه دی ترسره کړی او د هغه په اړه به نورې څیړنې و نه شي.