1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الین: له بخښنې غوښتلو پښېمانه نه یو

۱۳۹۰ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د دوشنبې په ورځ له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د قرآن شریف د سوځیدو په قضیه کې له افغانستان څخه د بخښنې غوښتلو څخه پښېمانه نه دﺉ.

https://p.dw.com/p/14Fa6
انځور: picture-alliance/dpa

الین همداراز هیله څرګنده کړه چې د دغې پېښې له کبله رامنځ ته شوی کړکیچ ژر پای ته ورسیږي. هغه دا خبرې له امریکایي تلویزیون ABC WORLD NEWS سره په مرکه کې وکړې.

الین د امریکا له خوا له افغانستان څخه د بخښنې له غوښتلو څخه ملاتړ وکړ او وویل چې دغه کار کیدای شي د ډیر شمیر کسانو ژوند ژغورلی وي. تر دې مخکې په متحده ایالاتو کې یو شمیر کسانو پر اوباما له افغانستان څخه د بخښنې د غوښتلو له کبله نیوکې کړې وې.

الین په خپله مرکه کې وویل: «ولې مو باید بخښنه نه وای غوښتې. دا د هغوی دیني کتاب دﺉ. ولې مو باید نه وای غوښتې؟ موږ دا کار په قصدي ډول نه دﺉ تر سره کړی خو موږ باید بخښنه غوښتې وای چې و مو غوښته.»

الین هیله څرګنده کړه چې د پېښې له امله رامنځ ته شوی کړکیچ به ژر پای ته ورسیږي او د افغانستان او امریکا اړیکې به بیرته ښي شي. جان الین په خپله مرکه کې وویل چې دی فکر کوي چې ولسمشر کرزی هم غواړي چې دغه کړکیچ پای ته ورسیږي.

له هغه وروسته چې د بګرام په پوځي اډه کې د قرآن شریف په ګډون یو شمیر دینې کتابونه وسوځول شول په افغانستان کې پیاوړي لاریونونه په لاره واچول شول چې په ترڅ کې ئې د شپږو امریکایي سرتیرو په گډون ۴۰ کسان ووژل شول.

شپږ واړه وژل شوي امریکایان د خپلو افغانو همکارانو له خوا وژل شوي دي. الین وايي چې د تاوتریخوالې سربیره ئې هم له خپلو سرتیرو څخه غوښتي دي چې آرامه پاته شي. د الین په خبره اوسنی وضعیت سخت دئ خو دی باور لري چې امریکا او افغانستان به دا وضعیت ژر شا ته پریږدي.

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم