1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"په اوړې کې ختیځ ته پام اړوو"

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، ویلي دي چې د روان کال په اوړي کې به د افغانستان په ختیځ کې جکړه توده شي. هغه زیاته کړې ده چې راتلونکی کال به هم د افغانستان له پاره کړکیچن وي.

https://p.dw.com/p/14Xzo
انځور: picture-alliance/dpa

جنرال جان الین د چهار شنبې په ورځ په کابل کې له یوې الماني رسنې سره په مرکه کې وویل چې هغه به خپل یو شمیر جنګي ځواکونه د افغانستان په ختیځ کې ځای پر ځای کړي چیرې چې هغه فکر کوي په راتلونکې کال کې جکړه تودیږي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیر د کمیدو په حال کې دئ.

جنرال الین دا هم وویل چې راتلونکی کال به هم د افغانستان له پاره له کړکیچونو ډک وي ځکه چې د هغه په خبره په دغه کال کې به افغان ځواکونه د خپل هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي. الین وویل چې د ۲۰۱۳ کال د اوړي تر پایه پورې به د افغانستان د ټولو خلکو ساتنه د افغان ځواکونو له خوا وشي.

تیر کال امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه خپل ۱۰۰۰۰ سرتیرې وایستل. اوس مهال په افغانستان کې ۹۰۰۰۰ امریکايي سرتیري میشت دي. په پلان کې ده چې له افغانستان څخه به د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر د میاشتې تر پایه پورې ۲۳۰۰۰ نور امریکايي سرتیري هم ووځي.

اوس مهال امریکا له افغان حکومت سره د یوه ستراتیژیک سند پرسر کار کوي. د دغه سند له مخې به معلومه شي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکا په افغانستان کې څرنگه پوځي حضور ولري. د دغه تړون پر وړاندې اوس یو لوی خنډ د شپې له خوا عملیات دي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، څو څو وارې له امریکا څخه غوښتي دي چې د شپې له خوا عملیات تر سره نه کړي خو امریکا وایي چې دغه عملیات ئۍ په افغانستان کې د جگړې د ستراتیژي یوه مهمه برخه ده.

الین وویل چې اوس مهال د شپې له خوا ډیر عملیات له افغان پوځیانو سره په همکارۍ تر سره کیږي. د الین په خبره اوس افغان سرتیري د شپې له خوا په عملیاتو کې د هدف ځای ته ورځي او بهرني ځواکونه د هغوی امنیت نیسي.

د افغانانو له پاره تل دا خبره ډیره مهمه ده چې کله د شپې په عملیاتو کې یو پوځي کوم کور ته ننوځي، نو دا باید یو افغان پوځي وي نه بهرنی. دا په داسې حال کې ده چې الین وویل چې اوس د شپې له خوا په عملیاتو کې همدا کار تر سره کیږي.

الین زیاته کړه چې بهرني ځواکونه اوس خپل څه نا څه ۹۰ سلنه عملیات له افغان پوځیانو سره په همکاري پر مخ وړي چې له دې جملې څخه افغان ځواکونه د ۴۰ سلنه عملیاتو مشري پر غاړه لري.

الین ویلي دي: «موږ غواړو چې افغان ځواکونه د عملیاتو مشري پر غاړه ولري. موږ فکر کوو چې همدا سم کار دئ. دا د افغانستان د خپلواکمنۍ ثبوت دئ.»

که څه هم چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر به په راتلونکو څو میاشتو کې ۳۵۲۰۰۰ ته ورسیږي خو اوس هم د هغوی پر وړاندې ډیرې ستونزې پرتې دي.

په داسې حال کې چې په وروستیو کې د افغان سرتیرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو بریدونه ډیر شوي دي الین وایي چې د دغو بریدونو له ډلې څخه یوازې ۵۰ سلنه ئې طالبانو تر سره کړي دي او پاته ۵۰ سلنه بریدونه د شخصي دلایلو له کبله تر سره شوي دي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم