1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکاد افغانستان جگړه ترڅيړني لاندي نيسي

۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعه

د افغانستان لپاره د اوباما نوې ستراتيژي د سپيني ماڼی لخوا اوس مهال تر څيړني لاندي ده . د دغي څيړني د ترسره کولو امر اوباما يو کال وروسته تر هغه چي په افغانستان کي د امريکايي پوځيانوشمير 100000 ته لوړ سو، ورکړی دی

https://p.dw.com/p/QVRS
انځور: AP

د سپني ماڼی د څيړني نتايج به په راتلوکي اونی کي اعلان شي .

د دغي څيړني نتايج به په قوي احتمال وښيي چي امريکا او د ناټو نور غړي په دې اند چي دوی په افغانستان کي ځيني پرمختگونه کړي دي . ښايي دغه نتايج په افغانستان کي پر روانو پوځي عملياتو کوم تاثير وا نه چوي. د دغي کتني د نتايجو د نشرولو مشخص تاريخ لاتر اوسه نه دی اعلان شوی .

امريکايي او د ناټو نور ځواکونه به په راتلونکي کال کي افغانانو ته د ځينو سيمو د امنيتي چارو د سپارلو لړي پيل کړي . تمه کيږي چي دغه لړی به 2014 کال پوري د ټول افغانستان په کچه عملي شي . د امريکا متحده ايالات او نور اروپايي حکومتونه باور لري چي دوی به وتوانيږي په افغانستان کي لس کلنه جکړه تر 2014 کال پوري ختمه کړي . د افغانستان جگړې امريکا او نورو ملگرو هيوادونو ته يې ډير لوړ مصرفونه منځ ته راوړي دي.

په دغه کتني کي به د پاکستان په وړاندي د لوديزي نړي ستراتيژي هم تر ارزوني لاندي ونول شي چيرته چي دوي د طالبان د هدو د له منځه وړلو په هيله کي دي.

دا چي د 2011 کال لومړي نيمايي به په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو لپاره په څه ډول وي، لانديني سناريوگاني ورته په پام کي نيول شوي وي.

لومړي سناريو- د امنيت او حکومتوالي په برخه کي پرمختگ

متحده ايالاتو ويلي چي د دوي ځواکونو په افغانستان کي د طالبانو مقاومت له منځه وړي، او امنيت يي د ولايتونو لري پرتو سيمو ته هم غزولي دي. د متحده ايالاتو او ناټو نورو غړو لپاره تر ټولو ښه سناريو دا ده چي دوي به امنيت نورو سيمو ته هم وغزوي. ترڅو په دغو سيمو کي او تجارت پياوړي شي.

په روان کال کي امريکايي ځواکونو په هلمند او قندهار ولايتونو کي د امنيت راوستلو ته ډير پام اړولي ؤ. تمعه کيږي چي د دغو ځوکونو هلي ځلي به په دغو ولايتو کي د راتلونکي کال په جريان کي نتيجه ورکړي.

د ناټو د ځواکونو يو اصلي هدف په افغانستان کي د ښه حکومتوالی راوستل دي. په همدي اساس به د راتلونکي کال په دوام کي، د ښه دولتوالي په راوستلو کي هم ځيني پرمختگونه وشي. په دغو پرمختگونو کي به د اداري فساد له منځه وړل، او افغانانو ته د لومړیو خدمتونو رسول هم شامل وي.

په راتلوني کال کي به بهرني ځواکونه د افغان امنيتي ځواکونو په روزني کي هم د پام وړ پرمختگونه وکړي. اوس مهال د افغان امنيتي ځواکونو شمير 268000 دي چي د راتلونکي کال د اوکتوبر تر مياشتي پوري به دغه شميره 306000 ته ورسيږي. د افغانستان په پوليسو او ملي اردو کي شامل شوي نوي کسان به د امنيت په غزولو او د د طالبانو څخه د ملاتړ په کمولو کي مرسته وکړي.

په راتلونکي کال کي په د ناټو اتحاد ټنيگ پاتي شي. که څه هم کانادا غواړي په افغانستان کي خپل پوځي عمليات په 2011 کال کي پاي ته ورسوي، خو د ناټو ډير شمير غړي په خپل هيوادونو کي د مخالفونو سربيره په دغه هيواد کي خپل پوځي عمليات تمديد کړي.

دويمه سناريو – دښمن به لا پياوړي شي

په داسي حال کي چي نړيوال د افغانستان په ځينيو سيمو کي د امنيت د ښه کيدلو خبرتياوي ورکوي خوپه عین وخت کی دا خبره هم کوي چي په افغانستان کي د بغاوت لمن پراخه شی.

په دي سناريو کي به طالبان د يو لا پياوړي دښمن په حيث د افغانستان په جنوب کي پاتي شي چي د افغانستان د کلو او باڼډو اوسيندونکي به د دوي د عملياتو څخه ملاتړ کوي. د دي په پايلي کي به د افغانستان محلي دولتي چارواکي ونه توانيږي چي سپارل شوي دندي په سمه توگه ترسره کړي او محلي حکومتداری به د ستونزو سره مخ شي.

د افغانستان په شمال او حتي په کابل کي به بي امنيتي لا پياوړي شي. په دغي سناريو کي به متحده ايالات د هغو فشارونو څخه، چي پر پاکستان يي اچولي ترڅو شورشيان لکه د حقاني گروپ له منځه يوسي، ډيري کمي پايلي وويني.

همدا شان د دغي سناريو په اساس به د افغانستان حکومت لا په فساد کي ډوب پاتي شي او د غربي نړي او افغان ولسمشر، حامد کرزي، ترمنځ فاصله به لا ډيره شي.

دريمه سناريو – منځني حالت

هغه سناريو چي د منځ ته راتلو احتمال يي قوي دي د پاسنيو دوو سناريو منځني حالت دي. په دغي سناريو کي به د افغانستان په ځينو سيمو کي پرمختگونه وشي. خو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو او د دغه هيواد په نورو برخو کي به ناامني پياوړي شي چي تاوان به يي افغان ملت ته ورسيږي. طالبان به هم د افغانستان په ځينو سيمو کي پياوړي شي.

لودیځ هيوادونه به افغانستان ته نور پوځي روزونکي واستوي چي په پايلي کي به يي د افغان امنيتي ځواکونو شمير لا لوړ شي خو اداري فساد به په افغانستان کي د پخوا په څیر ستونزي منځ ته راوړي.

په افغانستان کي د بيا رغوني پروژو څخه د غربي ملکي چارواکو ملاتړ به په ځينو سيمو کي پرمختگونه منځ ته راوړي خو دغه کوښښونه به د ناامني تر سختو تاثيرونو لاندي راشي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري