1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکاد سوات په دره کي د شریعت د نافذیدو څخه په تشويش کي ده

۱۳۸۷ اسفند ۲, جمعه

امريکاپه مستقيم ډول د پاکستان جمهوررييس آصف علي ته دهغه تړون په هکله خپله خواښيني څرګنده کړې ده

https://p.dw.com/p/Gy43
دسوات په دره کي پاکستاني عسکر د تلاشۍ پر وخت
دسوات په دره کي پاکستاني عسکر د تلاشۍ پر وختانځور: AP

کوم چي د پاکستاني حکومت او طالبانو تر منځ د سوات د سيمي پر سر لاسليک سوی دی . ددغه تړون پر اساس پاکستاني حکومت د نفاذ شريعت محمدي د تحريک نومي يوې اسلامپاله ډلې سره دا ومنله چي د سوات په دره کي به شرعي محکمې جوړيږي . دغه تړون ته اوس د طالبانو په مقابل کي د پاکستاني حکومت دزنګون کتيدو په سترګه کتل کيږي .

د پنجشنبې په ورځ ريچارډ هولبروک تلويزوني کانال سي اېن اېن ته د مرکې په ترڅ کي وويل چي ده د تليفون د لاري د پاکستان جمهوررييس آصف علي زرداري ته خپلي اندېښنې څرګندي کړي دي .

ريچارډ هولبروک چي څو ورځي تر مخه لا په سيمه کي ؤ او د افغاني مقاماتو تر څنګ يې د پاکستاني او هندي چارواکو سره هم خبري کړې وې، وويل چي امريکا نه پوهيږي چي د سوات تړون ولي لاسليک سوی دی .

کوم تړون چي د پاکستان حکومت د سوات په شمول د مالاکنډ دپاره لاسليک کړی، هغه ته د يوه داسي تحفې په سترګه کتل کيږي، کوم چي حکومت دجګړې د بندولو په خاطر وسله والو طالبانو ته ورکړې ده .

ښاغلي هولبروک په مرکه کي زياته کړې چي دده تر څنګ د امريکا جمهوررييس او دخارجه چارو وزيره هم ددغه تړون په هکله اندېښمن دي . هالبروک وويل چي کوم کار چي په رسنۍ کي يو تړون بلل کيږي، دی هيله لري چي دپاکستان د حکومت په تسليمېدلو تمامه نه سي .

هالبروک وويل چي د پاکستان جمهوررييس ده ته ډاډګيرنه ورکړې ده چي ددغه تړون مانا د پاکستاني حکومت تسليمېدل نه دي او بل داچي دغه يوميعادي حل اود لنډي مودې دپاره دی . په خپله مرکه کي ښاغلي هولبروک وويل چي اولس مشر زرداري دا مني چي د کومو خلکوسره چي تړون لاسليک سوی دی هغه قاتلان او جنګسالاران دي او دغه خلک نه يوازي د پاکستان دپاره بلکه د امريکا دپاره هم لوی خطر دي .

تېر کال پاکستاني پوځ پر سوات حمله وکړه تر څو دغه دره د طالبانو څخه بېرته ونيسي، خو پاکستان ونسوای کولای چه هغه ونيسي ، او دغه سيمه د طالبانو تر کنټرول لاندي پاته سوه .

پاکستان په خپلو شمال لوېديزو سيمو کي د کړکېچ د ختمولو په خاطر دغه تړون ته د ترټولوښه حل په حيث ګوري . خو د ناټو تر څنګ ګاونډي هيوادونه افغانستان او هندوستان هم اوس ځير سوي دي ،ځکه چي ددغو سيمو د وسله والوکسانو بې وسلې کول لا پاته دي . د دغي سيمي وسله والو ويلي دي چي هغه وخت به خپلي وسلې پر مځکه کښيږدي کله چي د شرعي محکمو نفاذ عملي سي .

دغه تړون تر هغو خبرو وروسته منځ ته راغلی، کومي چي د پاکستاني وزيرانو او د ځايي مشر مولانا صوفي محمدتر منځ تر سره سوې . ښاغلی مولانا صوفي محمد د پاکستان لخوا هغه وخت په شپږو کالو بند محکوم سوی ؤ، کله چي دی په افغانستان کي د امريکايانو پر ضدتر جګړې وروسته پاکستان ته بيرته راغلی ؤ.

ښاغلي هولبروک د سي اېن اېن ټلويزيون سره په خپله مرکه کي وويل چي د پاکستان او افغانستان د نورو لوړ پوړو چارواکو تر څنګ به ددغو دواړو هيوادو د خارجه چارو وزيران هم په راتلونکي نژدې وخت کي امريکا ته سفر ولري . ددغه سفر هدف د سيمي په هکله د امريکا د نوي ستراتيژۍ پر سر خبري کول دي . بروک وويل چي زرداري خبر دی چي د امريکا په دغو ليدنو کتنوکي به د سوات ددرې تړون هم مهمه موضوع وي .

کله چي د مرکې په ترڅ کي د هولبروک څخه پوښتنه وسوه چي دی د هغو تشويشونو په هکله څه نظر لري، د کومو پر اساس چي شايد د پاکستان اټومي وسله د سخت دريزو په لاس کي ولويږي . نو ده په جواب کي وويل چي دغه بېره او تشويش پر ځای دی . ده اضافه کړه چه امريکايي استخباراتو امرېکا ته ډاډ ورکړی دی چي د پاکستان اټومي وسله د پاکستان د پوځ په لاس کي ده،خو بيا هم اندېښنې موجودي دي .