1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا:د م.م. تور ليست دي پر دوو برخو وويشل سي

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالات اوس په دې لټه کي دي چي د ملگرو ملتونو تور ليست، د القاعدې او طالبانو پر برخو وويشل سي. تر څو په افغانستان کي د سولي د خبرو اترو له پاره يوه بله لاره پرانيزي.

https://p.dw.com/p/11ZmY
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غونډه
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا غونډهانځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي د امريکا متحده ايالات د افغانستان څخه په راتلونکي مياشتي کي د خپلو پوځيانو په ايستلو پيل کوي ترڅو تر 2014 کال پوري د افغانستان ټولي امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيټس، د رواني مياشتي په لومړيو کي وويل چي کيدای سي د روان کال تر پای پوري د طالبانو سره خبري اتري وسي.

خو ده دا خبره هم وکړه چي دغه خبري اتري به هغه مهال تر سره سي چي د ناټو ځواکونه په افغانستان کي د طالبانو په وړاندي جګړه کي پرمختګ وکړي او پر دوی فشار راوړي.

د ځينو ديپلوماټانو په حواله د افغانستان د سولي د بهير سره د مرستي کولو په موخه امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته دوه وړانديزونه کړي.

لومړی داچي د طالبانو او القاعدي له پاره د ملګرو ملتونو تور ليست دي په دوو جلا جلا ليستونو وويشل سي او دوهم دا چي د ځيني طالبانو نوم دي د تور ليست څخه پاک کړای سي.

د ملګرو ملتونو په تور ليست کي شامل کسان نه سي کولای په آزاده توګه سفر وکړي او په ډير شمير هيوادونو کي يي سرمايي هم د دولت لخوا کنګل کيږي.

يو غربي ډيپلومات ويلي چي د طالبانو او القاعدې له پاره د ملګرو ملتونو تور ليست پر دوو بېلابېلو برخو ويشل، طالبانو ته يو ځانگړی پيغام ورکوي، چي اوس نو بايد د القاعدې سره خپلي اړيکي پري کړي او د افغانستان د سولي د بهير سره يوځای سي.

په ملګرو ملتو کي د افغانستان سفير، ظاهر طنين، ويلي چي که دغه وړانديزونه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا لخوا تصويب سي نو د افغانستان حکومت سره به د سولي په بهير کي ډيره مرسته وکړي.

طنين زياته کړې چي د القاعدې او طالبانو له پاره د دوه جلا ليستونو جوړول دا معني نه لري چي طالبان د ملګرو ملتونو د بنديزونو څخه معاف سوي، بلکي دغه کار به د رواني لحاظه د هغو طالبانو سره مرسته وکړي چي غواړي د سولي د بهير سره يوځای سي.

د ملگرو ملتونو په تور ليست کي 138 طالبانو او 254 د القاعدې د غړو نومونه شامل دي.

افغان حکومت پخوا څو واري کوښښ کړی چي د دغه ليست څخه د ځيني پخواني طالب چارواکو نومونه پاک کړي. خو په دغه برخه کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځيني غړي په ډير احتياط سره پريکړه کوي.

ظاهر طنين وايي چي د افغانستان وروستی وړانديز د تور ليست څخه د 20 کسانو د نوم پاکول ؤ. غربي ديپلوماټان وايي چي د امريکا وړانديزونه اوس د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي تر بحث لاندي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د يو ډيپلومات په وينا روسيه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو پروسي ته د شک په سترګه کوري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل