1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا:له پاکستان څخه پر افغانستان د بريدونو کچه لوړه سوې

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

پنتاګون تيره ورځ ويلي، د هغه وخت را په دېخوا چي په پاکستان کي د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن، وژل سوی د هغه هيواد څخه په افغانستان کي پر ميشتو امريکايي ځواکونو بريدونه ډير سوي دي. امريکا مخکي هم د پټي جگړې خبره کوله.

https://p.dw.com/p/12tuN
د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمه
د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمهانځور: AP

د پنتاګون د مطبوعاتو د څانګي مشر، جورج ليتل، ويلي چي:« د روان کال په دوبي کي، د جون او اګست په مياشتو کي موږ د بريدونو د ډيروالي شاهدان وو.»

پنتاګون د دغو بريدونو نور جزئيات ور نه کړل، او د بريدونو ډير والی يې د روان کال په مي مياشتي کي د اسامه بن لادن له وژلو سره و نه تړل.

خو د افغانستان په پکتيا ولايت کي ميشتو امريکايي ځواکونو د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي ته ويلي دي چي د می د مياشتي را په دېخوا له پاکستان څخه پر افغانستان په راکټي بريدونو کي د پام وړ ډيروالی راغلی دئ.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼي ويلي دي، چي دا لا تر اوسه معلومه نه ده، چي د راکټي بريدونو ډير والی په پاکستان کي د ياغيانو د فعاليتونو پراخيدل دي او که د دغه هيواد د پوځ لخوا پر اسامه د بريد وروسته د قهر ښکاره کول، او که يا دغو دواړو لاملونو په ګډه پر افغانستان په راکټي بريدونو کي ډيروالی راوستی دی.

د نيورک ټايمز ورځپاڼي ليکلي دي، چي په ځينو مواردو کي دغه بريدونه د افغانستان له خاوري څخه پر امريکايي ځواکونو تر سره کيږي، چي د بريد تر سره کولو وروسته بريدگر بيرته پاکستان ته اوړي.

نيويارک ټايمز زياتوي، چي د روان کال د می د مياشتي را په دېخوا د پکتيا په ولايت کي پر امريکايي ځواکونو ۱۰۲راکتي بريدونه ترسره سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تير کال په همدغه وخت کي پر امريکايانو يوازي ۱۳بريدونه تر سره سوي ول.

د ورځپاڼي په حواله که څه هم ځيني وختونه بريدونه د پاکستاني پوځي پوستو د نزدې ساحي څخه ترسره کيږي، خو کله چي امريکايي ځواکونه پاکستانيانو سره د راکتي بريدونو په اړه تماس نيسي نو هغوی وايي، چي له دغو بريدونو څخه خبر نه دي او نه يې ليدلای سي.

ورځپاڼه زياتوي چي د راکټي بريدونو همږغۍ او دقت ته په کتو سر يو شمير امريکايي چارواکي په دې اند دي، چي د دغو بريدونو په ترسره کولو کي پاکستانی پوځ او يا هم د هغه هيواد استخباراتي شبکه شکېل ده.

پر افغانستان له پاکستان څخه په راکتي بريدونو کي ډيروالی په داسي حال کي رامنځ ته کيږي، چي د پاکستان او امريکا اړيکي تر بل هر وخت خړي پړي دي.

امريکا پر پاکستان تور لګوي چي په دغه هيواد کي د ياغيانو سره مرسته کوي او په افغانستان کي يې د امريکا په وړاندي پټه جګړه پيل کړې ده. پاکستان هر وخت دغه تورونه رد کړي دي.

فرانس پرس/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل