1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايانو د بن لادن د کونډو څخه تحقيقات کړي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعه

د اسامه د وژل کيدو وروسته ، امريکا د ده د دريو کونډو څخه تحقيقات ترسره کړي. ښايي دغه ښځي د القادي د مشر په اړه ډير معلومات ولري. CNN د چارواکو په حواله ويلي چي د دغو ښځو څخه په ډليز ډول تحقيقات تر سره شوي

https://p.dw.com/p/11FGw
پاکستان کی د اسامه کور
پاکستان کی د اسامه کورانځور: dapd

د CNN تلويزوني شبکي د پاکستاني او امريکايي سرچينو له خولي ويلي چي امريکايي استخباراتو د بن لادن د دري واړو کونډو څخه تحقيقات کړي دي. د بن لادن دغو کونډو د امريکاي سرتيرو له خوا تر چاپي وروسته بن لادن مړ ليدلي وه او اوس دوي د پاکستاني پوځ سره په قيد کي دي.

سره د دي چي امريکايي چارواکو غوښتل چي له دوي سره جلا جلا مرکي وکړي خو داسي ويل کيږي چي له دوي څخه په ډله ايز شکل پوښتني ګرويږني شوي دي، او په مرکه کي دغه ميرمنو په څرګند ډول امريکايانو ته د دښمن په سترګه کتلي. دغه خبري CNN د يو پاکستاني او 2 امريکايي چارواکو په حواله کړي څوک چي دي قضيي سره نږدي تړاو لري.

د اسامه بن لادن تر ټولو مشري ښځي د نورو دواړو په نمايندګي خبري کړي، چي له دغي ميرمني څخه تر دي وړاندي د پاکستان د استخباراتي شبکي غړو هم پوښتني ګرويږني کړي وي.

د دواړو هيوادونو چارواکو CNN ته ويلي چي سره له دي چي د نړي تر ټولو غوښتلي کس، اسامه بن لادن، تر وژل کيدو وروسته د دواړو هيوادونو اړيکي سره ترينګلي شوي خو دواړه هيوادونه اوس هم استخباراتي معلومات سره شريکوي.

تر دي وړاندي سپيني ماڼي په اسلام آباد غږ کړي وو چي د بي باوري د فضا د ختمولو لپاره دي امريکايي تحقيق کوونکو ته اجازه ورکړي چي د اسامه بن لادن د کونډو څخه تحقيقات وکړي. ښايي د اسامه بن لادن کونډي د القاعدي د شبکي او د بن لادن اړه ډير معلومات له ځانه سره ولري.

متحده ايالاتو د دي خبري د تحقيقاتو غوښتنه کړي وه چي څنګه بن لادن د پلازميني اسلام آباد څخه 56 کيلومتره لري د ايبټ آباد په ښار کي د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ پټ اوسيده.

اسامه بن لادن د امريکايي پوځيانو لخوا څو ورځي پخوا په پاکستان کي د يو لړ پوځي عملياتو په ترڅ کي ووژل شو. په دغو عملياتو کي پاکستاني پوځيان ښکيل نه ول.

امريکايي چارواکو خو دا خبره هم کړي وه چي کي يي د پاکستان حکومت ته د اسامه بن لادن پر ضد د عملياتو خبر ورکړي واي نو د دي امکان چي اسامه د دغو عملياتو په اړه معلومات ترلاسه کړي واي ليدل کيده. پاکستان دغه حمله غندلي او دا خبره يي په کلکه رد کړي وه چي ګواکي دوي دي د بن لادن په پټ ساتلو کي کومه مرسته کړي وي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي/ عبدالباري حکيم