1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايانو په افغانستان کښي ډير پراخ عمليات شروع کړيدي

۱۳۸۸ تیر ۱۱, پنجشنبه

څنګه چي دآلمان دخبر رسولو دآژانس dpa په يوه رپوټ کي ويل شوي دي ، پرون شپه امريکايي عسکرو دافغاني عسکرو سره په ګډه ، دخنجر تر کود نامه لاندي ...

https://p.dw.com/p/IfUk
امريکايي عسکر
امريکايي عسکرانځور: AP

دافغانستان په سويلي ولايت هلمند کي دتند لارو طالبانو پر ضدپه پراخو پوځي عملياتو پيل کړيدی .

دهلمند ولايت دطالبانو يوه مهمه سيمه بلله کيږي .

هسي چي په خبر کي ويل شوي دي ، دتند لارو طالبانو پر ضد په دغه پوځي عملياتو کي 4000 امريکايي پیاده سمندري ځواکونه او 650 افغان عسکر ونډه لري .

د جرمني دخبر رسولو آژانس dpa دغه خبر د امريکايي تلوزيون NBSپه قول خپور کړيدي .

دامريکايانو ددغه پوځي عملياتو اساسي هدف دادی چي ددغي سيمي څخه تندلاري طالبان وشړل شي .

دافغانستان په سويلي سيمو کي دکندهار ، روزګان ، او زابل تر څنګ دهلمند ولايت دطالبانو يو مهم مرکز بلل کيږي .

په افغانستان کي دامريکايانو دغه نوي پوځي عمليات ددغه هيواد دپاره دولسمشر بارک اوباما دنوي ستراتيژي يوه برخه بلل کيږي او په دغه پوځي عملياتو سره چي په هغه کي دسمندري پلي ځواکونو تر څنګ هوايي ځواکونه هم ونډه لري ، امريکايان غواړي دهلمند په ولايت کي ديو لړ نويو هډو په جوړولو سره په دغه ولايت کي دسولي او ثبات په لاره کي يو عملي ګام واخلي او په دي کار سره ددغه ولايت وګړو ته وښه يي چي په راتلونکي کي به دلته دافغانستان دحکومت اوامر او قواعد چليږي .

US-Soldaten bei Militärübung in Georgien vor Tiflis
انځور: picture-alliance/dpa

دغه خبره يوه امريکايي نظامي وياند د NBSدتلويزيون ديوه خبر يال په وړاندي کړيده . په خبر کي داهم ويل سوي دي چي په تيرو دوو مياشتو کي دهلمند ولايت ته 8500 نوي سمندري پياده ځواکونه استول شوي دي .

دافغانستان اوسيمي دپاره دامريکي دمتحده ايالتونو دنوي ستراتيژي له مخي به افغانستان ته 21 زره نور امريکايي هم واستول شي . خو په دغه هيواد کي دپوځي عملياتو دسختولو تر څنګ به دټولنيزو ، مدني او اقتصادي پروژو دپرمخ بيولو په لاره کي هم اساسي او بنيادي ګامونه اخيستل کيږي .

دامريکې دجمهوررييس بارک اوباما دخارجي سياست په چوکاټ کي دعراق دجګړې په پرتله دافغانستان او پاکستان مسله ډير اهميت لري . او له همدې کبله د عراقه څخه دامريکايي وسله والو ځواکونو دايستلو دپلانونو په لړ کي چه دجون دمياشتي تر 30 نيټې پوري به دعراق دلويو ښارونو څخه وتلي وي ، د هغو يوه برخه افغانستان ته استول کيږي .

امريکايانو په افغانستان کي خپل دپوځي ځواکونو پخوانی قوماندان David McKieren هم ليري کړی دی، او پر ځای يي جنرال Stanley McChrystal چي دپټو عملياتو يو کارپوه دی، مقررشوی دی .

Dpa / فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري