1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايان اوس مخامخ د ملابردار څخه پوښتني ګروېږني کوي

۱۳۸۸ اسفند ۲۷, پنجشنبه

رويترز آژانس ليکي، چي امريکايي تحقيق کوونکو ته په دې وروستيو کي په منظم ډول اجازه ورکړل سوې، چي د افغاني طالبانو له دوهم مشر څخه د پاکستان لخوا سر ته رسېدونکو تحقيقاتو کې برخه واخلي...

https://p.dw.com/p/MW0N
د پاکستان په کراچي ښار کي نیول سوی مشکوک طالب
د پاکستان په کراچي ښار کي نیول سوی مشکوک طالبانځور: AP

له هغه وخت راپدېخوا چې ملا عبدالغني برادر د کراچۍ په بندري ښار کې ونيول شو، ورته د امريکايانو پر رسېدنه باندې محدوديتونه د دواړو هېوادونو يعنی امريکي او پاکستان تر کت يوه کشاله وه. د طالبانو د قوماندان د موندنې او نيول کېدنې عمليات دغومره محرم وو، چې امريکايي او پاکستاني چارواکو نشوای ويل، چې څه وخت سر ته رسېدلي.

دا هم نه وه څرگنده، چې آيا، د امريکايي افسرانو لخوا، کومو چې د خپل هويت د نه څرگندوې غوښتنه کړېده، په ډاگه شوو دې مستقيوتماسونو کوم گټور معلومات په لاس ورکړيدي او که نه.

مگر په افغانستان کې د ناتو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټنلي مک کرستل، د ملا برادر نيول کېدنه، رپوټچيانو ته يو د لوبې آوښتون بللی او وايي چې د افغاني طالبانو د ځينو مشرانو باور يې څپڅپاند کړی دئ. مک کرستل له تحقيقاتو څخه کوم يادون نه دئ کړی.

د امريکې او پاکستان د شريکو عملياتو، کوم چې گمان کيږي د جنورۍ په مياشت کې سر ته رسېدلي وي، په هکله مخکينيو معلوماتو، پر هغه څه نوې رڼا واچوله، چې واشنگټن کې ورته لوی استخباراتي او پروپاگندي عمل ويل کېده، کوم چې بايد په طالبانو کې چاک اچولی او وروسته له آته کاله جنگ څخه يې د دوی خونړی پاڅون کاواکه کړی وای.

خو ډېر سواله لاځوابه پاتې دي، مثلا ، آيا د پاکستان پياوړي اسختبارات اوس له خپلو پخوانو دوستانو څخه مخ اړولی او يا دا چې د ملا برادر په وړاندې عمل سره يې دا گواښ وکړ، چې بايد په راتلونکو صلاځ مشورو کې د دوی د گټو استاريتوب موجود وي.

مک کرستل له افغانستان څخه د رپوټچيانو يوې پوښتنې په ځواب کې، د ملابرادر د نيول کېدنې په اړوند د طالب مشرانو غبرگونو ته په اشاره کولو سره وويل: موږ داسې نخښې نښانې وينو چې دوی د يوې معاملې بندوبست کوي.

په افغانستان کې له ناتو سره کارکوونکي يوه ملکي انگريزي دپلومات مارک سيدويل Mark Sedwill په ډاگه کړه: زه فکر کوم چې د افغان طالبانو مشران بيا نوی لارې چارې سره لټوي، ځکه اوس نه پوهيږي، چې په څرنگه حالت او مرحله کې قرار لري. دا ښه کار دئ، موږ غواړو چې دوی د خپلې راتلونکې په باب ناډاډه وي.)

نوموړي انگريزي دپلومات، د يو شمېر طالب مشرانو لخوا د معاملي کولو هلوځلو ته په اشاره کولو سره زياته کړې، دا به له دې کسانو سره په راتلونکو څو مياشتو کې يوه رښتيني لوبه وي.

RTRE/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل