1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي الوتکو په پاکستان کې 11 کسه وژلي دي

۱۳۸۷ آبان ۲, پنجشنبه

امريکايي څارونکو او بې پيلوټه الوتکو د پاکستان په قبايلي سيمو کې چې د القاعدې او طالبانو د شاتگ ساحه بلل کيږي، نن د پنج شنبې په ورځ په خلکو باندې توغندي ويشتلي دي چې له امله يې د يولس تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/FfG4
يوه څارونکي او بې پيلوټه الوتکهانځور: AP

دغه پېښه د شمالي وزيرستان په منطقه کې د افغانستان پولې ته ورڅېرمه رامنځته شوله او د هغو پر له پسې بريدونو يوه کړۍ ده چې د اسلام آباد او واشنگټن تر منځ يې اړيکي خړ پړ کړي دي.

راکټونه د ځايي اوسېدونکو او چارواکو په وينا په يوې مدرسې يا مذهبي ښوونځي باندې د ميرانشاه په شاوخوا په يو کلي کې توغول شوي دي. ميرانشاه په قبايلي سيمو کې يو له مهمو ښارگوټو څخه گڼل کېږي. يوهء امنيتي چارواکي د AFP خبري اژانس ته وويل چې: «دوو څارونکو الوتکو د سهار په دوو بجو او پنځه ويشت دقيقو درې توغندي د ملا منصور په مدرسې باندې وويشتل. په دغه راکټي بريد کې يولس کسه ووژل شول.«

نوموړي زياته کړه چې «ځايي اوسېدونکي تر اوسه پورې په ورانې شوې ودانۍ کې د ښخ شويو خلکو په لټه کې دي.«

د پاکتسان پوځ وايي چې په شمالي وزيرستان کې د يوې «پېښې« په اړه د معلوماتو په راغونډولو باندې بوخت دي. د پوځ وياند تورن جنرال عطار عباس AFP خبري اژانس ته وويل چې:

«په سيمه کې د يوې پېښې راپور ورکول کېږي. د تلفاتو د دقيقې شمېرې په اړه جزيات اوس مهال راټوليږي.«

ځايي اوسېدونکي وايي چې ټول قربانيان د سيمې وگړي او قبايل دي. او زياتوي چې خلکو په دغو دوو مشکوکو بې پيلوټه الوتکو باندې ډزې هم کړې وې. د دغې پېښې پخلی يا تاييد نه د امريکې په مشرۍ د اييتلافي ځواکونو له لوري او نه د امريکې د څارگرې ادارې لخوا شوی دی چې نوموړې اداره هم په سيمه کې په توغنديو سمبالې الوتکې په لاس کې لري. بريدونه يو څو ساعته د تړلو ورونو له هغې غونډې وروسته تر سره شول چې د پاکستان قانون جوړونکي ارگان د پاکستان په خاوره کې دننه د امريکې له طرفه د عملياتو د غندلو او د هغوی د پای ته رسولو په موخه يې يوه گډه پرېکړه کوله. په پرېکړه ليک کې راغلي دي چې «ملت د هغو يرغلونو او بريدونو په وړاندې يو موټی ولاړ دی او پر حکومت باندې غږ کوي چې د مخنيوي اغېزمن گامونه پورته کړي.«

د امريکا متحده آيالتونو د پاکستان په خاوره کې دننه د توندلارو په وړاندې هغه مهال عمليات پيل کړل چې په پاکستان کې په مارچ مياشت کې نوی ملکي حکومت واک تر لاسه کړ. پنځه تنه تېره اونۍ په جنوبي وزيرستان کې په يوه ورته پېښه کې هم ووژل شول. جنوبي وزيرستان په پاکستان کې تحريک طالبان د مشر بيت الله مسعود اصلي مرکز بلل کيږي.

بله خوا د پاکستان رييس جمهور اصف علي زرداري سوگند خوړلی دی چې د امريکايانو داسې بريدونه به نه پرېږدي او نه به يې زغمي چې د پاکستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان رسوي.