امريکايي جنرال د جنسي جرمنو په تور گوښه سو
۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبهد امريکا پوځ په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي جنرال جیفري سینکلیر د دولتي پېسو په مرسته په انترنت کي داسي انترنیتي پاڼي کتلې چي بربنډ انځورونه او ویدیوګاني پکښې خپریدې. پر هغه باندي دغه راز د دندې پر مهال د شراب څښلو تور هم لګېدلی دﺉ.
دغه امریکايي پوځي جنرال په افغانستان کې د قومندان د مرستیال په توګه دنده تر سره کوله. یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ویلي دي، چي پر هغه باندي د لګول شوو تورونو په ډله کي له خپلو ښځينه همکارانو سره د نامناسبو اړیکو لرل هم شامل دي.
دوو تنو نورو امریکايي چارواکو دا خبره منلې ده، چي سینکلیر، د روان کال د می په میاشت کي له افغانستان څخه خپل کور ته استول شوی دئ.
د امریکا د پوځ یوه ویاند ویلي دي، چي اوس به پوځ د سینکلیر جرمونه وڅېړي او پریکړه به وکړي چې ایا هغه پوځي محکمې ته واستوي که څنگه.
هغه زیاته کړې ده چي د لومړنیو څېړنو اصلي هدف دا دﺉ چې د جرمونو شدت و څېړي او تر هغه وروسته پریکړه وکړي چې ایا د دې پوځي جنرال قضیه پوځي محکمې ته واستول شي او که نه.
هغه زیاته کړې ده چې د پېښي حساسیت ته په کتو سره لازمه نه ده چي د هغه په اړه نوري خبري وشي.
د سینکلیر په ژوندلیک کي چې د پوځ له خوا خپور شوی دﺉ راغلي دي چي ده په سعودي عربستان، عراق او افغانستان کې دندې ترسره کړي دي. هغه ته پخپلو دندو کي د برياليتوب په خاطر مډالونه هم ورکړل شوي دي.
مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل