امريکايي سرتيري ته سزا ورکړه سوه
۱۳۹۱ دی ۱, جمعهاعلان
د امریکا د بحري قواوو هغه افسر چي د افغانستان د عملیاتو پر وخت یې د طالبانو پر جسدو باندي ادرار کړی وو، رتبه یې راکښته سوې ده او د یو څه وخت له پاره يې په معاش کښي۵۰۰ ډالره کموالی راغلی دی. لکه څرنګه چي نظامي ورځپاڼي «مارین کورپس ټایمس» د پنجشنبې په ورځ رپوت ورکړ، یوې نظامي محکمې د چارشنبې په ورځ دغه افسر ته یوه سخته جزا واوروله.