1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي سرتيري ته سزا ورکړل سوه

مسعود جهش (رويترز)۱۳۹۱ دی ۱, جمعه

هغه امریکایي سمندري سرتیري ته چې د طالب جنګیالیو مړو ته يې سپکاوی کړی وو، په یوه پوځي محکمه کې سزا واورول شوه. محکمې د هغه پوځي رتبه راکښته کړې ده او ورباندي یې د ۵۰۰ امریکايي ډالرو جریمه لګولې ده‎.

https://p.dw.com/p/177JT
انځور: dapd

دغه امریکایي سرتیری جوسف کمبلین نومیږي چې د شمالي کولیرینا په لجوین کمپ کې محاکمه شو. کمبلین او درو نورو سرتیرو د ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې په هلمند ولایت کې د طالبانو پر مړو باندي میتیازې کړې وې او له خپل دې کار څخه یې یوه ویدیو جوړه کړې وه. خو خبره هغه وخت جنجالي شوه چې دغه ویدیو په YouTube او نورو انترنیتي پاڼو کې خپره شوه.

په ویدیو کې ښول شوي دي چې څلور تنه امریکايي سمندري ځواکونه د درو تنو طالبانو پر مړو باندې میتیازې کوي. په ویدیو کې یو تن امریکایي سرتیری د طالب جنګیالیو مړو ته خطاب وایي: «ښه ورځ ولرې ملګريه!»

د دې ویدیو تر خپریدو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي، سخت غبرګون وښود او په ویدیو کې ښول شوي کار یې «غیر انساني» وباله. د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا، تر پېښي وروسته له ولسمشر کرزي سره د تیلیفون پر کرښه خبري وکړې او ویویل چې په دې اړه به څیړنې وکړي.

ویل کیږي چې په وروستیو وختونو کې د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې د ورته پېښو له کبله یو څه خړې شوې دي. تر دې مخکې د ویکیلیکس انترنیتې پاڼې له خوا د افغانستان د جګړې په اړه د پټو اسنادو خپریدو، د امریکايي سرتیرو په عملیاتو کې د ملکي کسانو وژل کیدل، د بګرام په هوایي ډګر کې د امریکايې سرتیرو له خوا قرآن کریم ته اور اچول او داسې نورو پیښو په افغانستان سخت غبرګونونه راپارولي ول.

امریکايي سمندري ځواکونو په یوه بیانیه کې ویلي دي، چې پر کمبلین باندي د نورو سرتیرو د سم نه اداره کولو، خپل سرتیري د لازم یونیفورم اغوستلو ته د نه اړل کولو، د خپلو سرتیرو د سرغړاوي په اړه د رپوټ نه ورکول او دوه نور تورونه لګول شوي دي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې کمبلین له دغو تورونو څخه یوازي دوه منلي دي.

د امریکایي سمندري ځواکونو په حواله پوځي محکمې په لومړي سر کې کمبلین ته د ۳۰ ورځو بند او ۲۰۰۰ ډالرو جریمې سزا اورولې وه خو بیا وروسته د هغه سزا د رتبې راکښته کولو او ۵۰۰ ډالرو جریمې ورکولو ته راکمه شوه.

د دې پېښې د څیړنو په اړه ډیر جزییات نه دي خپاره شوي. سمندري ځواکونو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې هم په انترنیت کې د طالب جنګیالیو مړو ته د سپکاوي د ویدیو د خپریدو د پېښې په اړه څیړنې روانې دي.