امريکايي سندرغاړې ويټني هوسټن مړه سوه
۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبهاعلان
د متحده ايالتونو نامتو سندرغاړې ويټني هوسټن د ۴۸ کلنۍ په عمر مړه سوې ده. د پوليسو د معلوماتو پر اساس هغه د لاس انجلس د بېورلي هيلز سيمي په يوه هوټل کي مړه موندل سوې ده. د هغې د مړيني وجه لا تر اوسه نه ده څرگنده سوې.
نوموړې په اتيايمه او نيويمه لسيزه کي د نړۍ په نامتو سندرغاړو کي شمېرل کېده او يو شمېر نړيوالې هنري جايزې ئې هم گټلي وې. په وروستيو وختونو کي ويټني هوسټن، د ناروغيو او د مخدره موادو د استعمال له کبله په منفي توگه د خبرونو سرټکې گرځېدلې وه.