1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي فډرالي ايالتونه د سوريې مهاجر نه مني

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

ایا هغوی رشتيا بيره لري او که د موقع څخه په ګټه اخيستلو د ولسمشر پر ضد کار کوي؟ د متحده ايالاتو يو شمېر ګورنران د پاريس د پيښي وروسته نه غواړي چي له سوريې نور مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/1H6zd
په نيويارک کي د پناه غوښتونکو په حق کي مظاهرې وسوې
په نيويارک کي د پناه غوښتونکو په حق کي مظاهرې وسوېانځور: picture-alliance/Pacific Press/A. Lohr-Jones

د امريکا د متحده ايالاتو د ۵۰ فډرالي ايالتونو څخه تر ۲۰ زيات د ريپبلکن يا جمهوري غوښتونکو ګورنرانو له خوا اداره کيږي. د هغه وروسته چي په پاريس کي ترهګر بريدونه تر سره سول، د دغو فډرالي ايالتونو ګورنرانو وويل چي نور به و خپلو ايالتونو ته د سوريې پناه غوښتونکي پرې نږدي. هغوی اعلان کړی چي د باراک اوباما له خوا د لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ سوريايي پناه غوښتونکو د ځای کولو پلان به عملي نه کړي. دغه پلان د ۲۰۱۶کال له پاره نيول سوی دی. خو په نيويارک کي يو شمېر کسانو د ايالتونو له خوا د پناه غوښتونکو د نه منلو پر ضد مظاهره وکړه (انځور).

د سويلي ايالت ټېکساس ګورنر ګرېګ اېبټ و اوباما ته په یو لېږل سوي ليک کي ليکلي دي:«د اسلامي دولت له خوا د ټيکساس ايالت ته ګواښ ډېر حقيقي دی.» په دغه ليک کي راغلی: «داسي معلوميږي چي په (پاريس کي) بريد کوونکو کي يو د سوريې مهاجر هم شامله ؤ.»

د ټېکساس تر څنګ د فلوريډا، اېلينويس، اوهايو، جيورجيا، جنوبي کېرولاينا، مېسېچوسېټس، انډيانا او اريزونا ايالتونو هم ويلي دي چي نور به خپلو سيمو ته سوريايي پناه غوښتونکي پرې نږدي. په دغو ايالتونو کي نيوهامپشاير يوازنی ايالت دی چي د اوباما د جمهوري ګوند سياستوال يې ګورنر دی خو بيا هم د سوريې پناه غوښتونکي منل نه غواړي.

«د ترهګر بريد ګواښ»

د الاباما فډرالي ايالت ګورنر ويلي دي چي د هر هغه کوښښ څخه به سرغړونه وکړي، چي مقصد يې د «سوریايي پناه غوښتونکو آبادول وي.» هغه ويلي چي که د دغه فډرالي ايالت اوسېدونکو ته « حتی د يو کوچني ترهګر بريد ګواښ» هم موجوده وي، دی به يې اجازه ورنکړي.

د ميشيګن ايالت ګورنر ريک سنايډر ويلي دي چي نوموړي امر کړی چي د سوريې د پناه غوښتونکو منل دي ودرول سي. د هغه په وينا اول بايد چي د امريکا د کورني امنيت وزارت بايد «د ټولو امنيتي اقداماتو جاج اخيستل» پای ته ورسوي.

په مرکز کي هم د باراک اوباما په وړاندي مخالفتونه موجوده دي. د ريپبلکن ګوند سناتور او د ولسمشرۍ کانديد رېنډ پاول ويلي دي چي ډېر ژر به داسي قانوني مسوده وړاندي کړي چي له مخه يې په سمدلاسه توګه و هغو انسانانو ته د ويزې ورکول بند کړل سي، چي د اسلامستي تاوتریخوالي څخه په تېښته کي وي. د هغه په وينا دغه بنديز به د تقريبا ۳۰ هيوادونو د اطباعو له پاره وي. د هغه په وينا د نورو هيوادونو اطباع بايد د انتظار يوه مرحله په ځان ومني.

اوباما: «اخلاقي مکلفيت»

د رېنډ پاول ګوندي ملګری مايکل مېک کاول چي د استازو په جرګه کي د کورني امنيت د جرګه ګۍ رئيس دی، د د سوريې د پناه غوښتونکو پر منل کېدو يې د سمدلاسه بنديز غوښتنه کړې ده. مېک کاول و اوباما ته په يو ليک کي ليکلي دي چي امنيتي ادارو ورته څو ځله روښانه کړې ده چي د دغو سیمو څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو اړينه او بشپړه امنيتي جاج اخيستنه ناممکنه کار دی. د متحده ایالاتو په دواړو پارلماني خونو کي د اوباما د مخالف ريپبلکن يا جمهوري غوښتونکو اکثريت دی.

خو اوباما بيا برعکس وايي چي د پناه غوښتونکو سره مرسته کول «يو اخلاقي مکلفيت» دی. هغه د دې څخه خبرداری ورکوي چي پناه غوښتونکي بايد د ترهګرو سره په يوه پله کي وانه چول سي. د هغه په وينا «د سوريې څخه تښتېدونکي انسانان هغه څوک دي چي تر ټولو زیات له ترهګرۍ زهير سوي دي.» نوموړي دا څرګندونې په ترکيه کي د جي شل غونډي پر وخت وکړې. هغه زیاته کړه: «دا ډېره مهمه ده چي موږ د تاوتریخوالي د قربانيانو په وړاندي خپل زړونه ونه تړو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي پر هغه پلان ټينګار کوي چي له مخي يې په ۲۰۱۶ بوديجوي کال کي د ۱۰۰۰۰ سوريايي پناه غوښتونکو منل په پام کي نيول سوي دي.