1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي قوماندانانو ته په هلمند کي درنه جګړه په ميراث پاته ده

۱۳۸۹ آذر ۱۶, سه‌شنبه

په افغانستان کي ميشت امريکايی ځواکونو په ورستيو وختوکي سخت ځاني تلفات ليدلي دي، خو په هلمند کي د هغو قوماندان وايي چي د بريتانيايي ځواکونو په عوض د امريکايي ځواکونو تر ځای پر ځای کيدو وروسته

https://p.dw.com/p/QReE
انځور: DW/Zurutuza

په دغه ولايت کي يو لړ پرمختګونه منځ ته راغلي دي . دا په داسي حال کي ده چي د هلمند په ولايت کي د ناټو د ځواکونو شمير په ورستيو وختوکي دوه برابره شوی دی .

په هلمند کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان، جنرال ريچارد ميلز، بريتانيايي ځواکونه د سنګين دولسوالۍ څخه د هلمند ښار ته راوستل او پر ځای يې امريکايي ځواکونه د هلمند په ليري پرتو سيمو کي ځای پر ځای کړل .

جنرال ميلز د فرانسې خبري اژانس ته وويل چي ده بريتانيايي کوچنی پوځي اډې چي د هلمند په ولايت کي ميشت وې، تړلي دي ترڅو کولای سي په دغه ولايت کي د ميشتو ځواکونه څخه په ګزمو کي کار واخلي . ده همداراز زياته کړې ده چي په دغه ولايت کي جګړه لا دوام لري ،که څه هم هر ژمی معمولا جګړه سړيږي خو سږ کال د سړو له پيل سره په دغه ولايت کي جګړه روانه ده.

دی ادعا کوي چي په هلمند کي د طالبانو ډير قوماندانان له منځه وړل شويدي، خو دی وايي د دې لپاره چي د دغه ولايت له لاري د پاکستان سره د مخدره موادو او وسلو قاچاق او پاکستان څخه افغانستان ته د طالب جنګياليو راتګ کنترول شي ، د دوو کالونو مودې ته اړتيا ليدل کيږي . جنرال ميلز همدارنګه ويلي دي چي د ده ځواکونه اوس مهال هره ورځ د هلمند په ولايت کي شاه او خوا 500 ګزمي ترسره کوي .

Karlos Zurutuza Reportage über Helmand
انځور: Karlos Zurutuza

نوموړي امريکايي جنرال د هلمند ولايت يوې نقشي ته اشاره کوله ،په کوم کي چي ښودل شويوه، چي د ناټو ځواکونو د سنګين د ولسوالۍ د مرکز څخه اوس ليري پرتو سيمو ته تللي دي . ده وويل :خارجي ځواکونو ډير ځاني تلفات زغملي دي، خو دوی خپلو هلوځلو ته ادامه ورکوي . ده همدا ډول اضافه کړه چي اوس د ناټو ځواکونه د هلمند ولايت ډير ليري پرتو سيمو کي ګزمې کوي.

هغه پاليسي چي په ترڅ کي يې د هلمند ولايت مسؤليت امريکايانو ته وسپارل شو، د ويکيليکس په واسطه د بربنډ شوو څو کلونو انتقادونو څخه ورسته تر لاس لاندي نيول شوې ده . د ويکيليکس په واسطه بربنډ شوي امريکايي ډيپلوماتيک ياداشتونه دا ښيي چي په هلمند کي د بريتانيايي ځواکونو تکتيکونه سخت ناکام شوي ول .

په هغه سند کي چي د 2007 کال د اپريل په مياشت کي، جنرال دن مکنيل چي هغه مهال په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندان ‌ؤ، ويلي دي چي بريتانيايي ځواکونو د هلمند په ولايت کي کارونه ګډوډ کړي، او ددوی تکتيکونه په دغه ولايت کي غلط دي .

Eine Aussicht in Nad Ali bei Helmand
انځور: DW

په يو بل ديپلوماتيکي ياداشت کي چي په 2009 کال کي واشنګتن ته استول شوي ؤ، راغلي دي چي د دغه ولايت والي ګلاب منګل فکر کوي چي بريتانياوي پوځيان په خپلو کمپونو کي ډير منحصر دي .

د تيري ډسمبر په مياشت کي د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس باراک اوباما، افغانستان ته 300000 اضافي ځواکونه وليږل ،ترڅو په دغه هيواد کي جنګ ته د پای ټکی کښيږدي . خو ډير ځواکونه د ډير جنګ معنی هم لري، او په ډيرو جګړه کي، پوځيان هم ډير تلفات هم ورکوي . د متحده ايالاتو ځواکونو يوازي د نوامبر په مياشت کي 12 کسان د هلمند په ولايت کي د لاسه ورکړل ،چي په هغه کي اوه يوازي په سنګين ولسوالی کي وه .

په هغه غونډه کښي چي په ليزبون کي جوړه شوې وه، ناټو پريکړه وکړه چي د 2014 کال تر پای پوري به خپل 140000 جنګي ځواکونه د افغانستان څخه راباسي او افغان ځواکونو ته به امنيتي چاري وسپاري .

دا په داسي حال کي ده چي جنرال مايلز په ډاګه ندي ويلي چي آيا د هلمند په ولايت کي به هم د ځينو سيمو د امنيتي چارو د سپارلو بهير د 2011 کال په اوايلوکي پيل شي او که څنګه . ده وويل : دغه پريګړي زه نه کوم . زه په دې نظر يم چي کارونه په سم لوري روان دي .

دی همدارنګه وايي چي دی د ديويد پيتريوس د پاليسيو څخه ملاتړ کوي، او افغانانو ته د امنيتي چارو د سپارلو جريان بايد د تغيرقابليت ولري .

مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري