1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي هوايي بريد ۱۰ افغان امنيتي ځواکونه وژلي

۱۳۹۶ خرداد ۲۰, شنبه

د چارواکو د څرګندونو له مخې د افغان امنيتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ غړي د ګډو شپنيو عملياتو په ترڅ کې د هلمند په جګړه ځپلي ولايت کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2eS5M
Afghanistan US Militär Drohnen
انځور: Reuters/J. Smith

دغه پېښه د هلمند د ولايتي شوار د غړې، راضيه بلوچ په خبره، د جمعې په ورځ د ناد علي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې رامنځ ته شوې ده. عمر ځواک، چې د هلمند د والي وياند دی، پېښه تائيد کړې، خو ويلي يې دي چې د افغان ځواکونه يوازې دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ځواک دا هم ويلي دي چې «موږ نه پوهيږو چې افغان ځواکونه د طالبانو د راکټونو که د متحده آيالاتو د هوايي بريد له کبله متضرره شوي دي.»

په افغانستان کې مېشتو د متحده آيالاتو وسلوالو ځواکونو وروسته يوه بيانيه خپره کړه چې پکې ويل شوي چې «يو هوايي بريد د مرګژوبلې سبب ګرځېدلی دی» او دا چې يوه څېړنه په لاره اچول شوې ده.

د هلمند د مرکز لښکرګاه پرته نورې ټولۍ ولسوالۍ يا د طالبانو د بشپړ کنترول لاندې دي يا دا چې د هغوی تر سخت اغېز لاندې راغلې دي.