1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي پوځي افسر په اعدام محکوم سو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبه

پخواني امریکايي پوځي روانشناس نضال حسن، د دیارلس تنو امریکایي سرتیرو د وژنې په تور د اعدام په سزا محکوم شوی دی. حسن په ۲۰۰۹ کال کې په فورد هود پوځي اډه کې پر خپلو ملگرو باندې ډزې کړي وې.

https://p.dw.com/p/19YLB
Nidal Hasan, charged with killing 13 people and wounding 31 in a November 2009 shooting spree at Fort Hood, Texas, is pictured in an undated Bell County Sheriff's Office photograph. Hasan rested his defense case in his court-martial August 21, 2013 without calling any witnesses to testify. REUTERS/Bell County Sheriff's Office/Handout (UNITED STATES - Tags: CRIME LAW MILITARY) FOR EDITORIAL USE ONLY. NOT FOR SALE FOR MARKETING OR ADVERTISING CAMPAIGNS. THIS IMAGE HAS BEEN SUPPLIED BY A THIRD PARTY. IT IS DISTRIBUTED, EXACTLY AS RECEIVED BY REUTERS, AS A SERVICE TO CLIENTS
Nidal Hasan USA Texas Amokläuferانځور: Reuters/Bell County Sheriff's Office

تر دې مخکې څارنوالانو د حسن له پاره د اعدام سزا غوښتې وه. حسن د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې د تکساس په فورد هود پوځي اډه کې د خپل برید په ترڅ کې همداراز ۳۱ کسان ټپیان کړي هم ول.

په خټه فلسطیني امریکايي حسن د محکمې پر وړاندې له خبرو کړنو څخه ډډه وکړه. هغه د محکمې په پیل کې د قاضیانو پر وړاندې دا خبره ومنله چې هغه د ۲۰۰۹ کال وژنې ترسره کړې دي.

د پوځي محکمو په صورت کې د استیناف حتمې وي. دا په دې معنی ده چې کیدای شي د حسن د اعدام حکم اجرأ کیدل څو کاله وخت ونیسي. پخپله حسن هم اوس پر خپلو پښتو مزل نه شي وهلای. کله چې هغه د فورد هود پوځي اډې په طبي بخش کې پر امریکايي سرتیرو باندې ډزې کولې نو یوه بل امریکايي منصبدار هغه وویشت. نضال حسن تر دې مخکې د فورد هود په پوځي اډه کې روان پیژندونکی (روانشناس) وو.

په تکساس کي د پيښي ځای
په تکساس کي د پيښي ځایانځور: AP

حسن هغه وخت د انتظار په یوه خونې کې پر ناستو کسانو باندې ډزې وکړې. دغه کسان عراق او افغانستان ته تر تلو مخکې د طبې معایناتو له پاره راغلی ول. په دغه برید کې د یوې حامله دارې میرمنې په گډون ‍۱۳ کسان ووژل شول.

د دیني استدلال کولو اجازه ور نه کړل شوه

تر دې مخکې د محکمې پر مهال قاضیانو حسن ته اجازه نه وه ورکړي چې په دې اړه استدلال وکړي چې د هغه له خوا ترسره شوی برید د اسلام او د طالبانو د مشرانو د ساتلو له پاره ضروري وو. پوځي څارنوال مایک مولیگن، د محکمې تر فیصلې مخکې ویلي وو: «هغه یو مجرم دی. هغه یو قاتل دی.»

تر دې مخکې قاضیانو حسن د دیارلسو قتلونو او ۳۲ وارې د قتلونو د هڅې کولو په تورو کې مجرم بللی وو. اوس به نو حسن یوه پوځي زندان ته واستول شي. له دې سره نو حسن له ۲۰۰۵ کال راهیسې حسن لومړی امریکايي سرتیری دی چې ورته د اعدام سزا اورول شوې ده.