1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي ډگروال:په کندهار کي مو محله جات فتح کړی

۱۳۸۹ آبان ۲۶, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د پوځ يو ډګروال وايي، چي په دې وياړي چي سرتيرو يې په کندهار کي هغه سيمه د ياغيانو څخه ونيوله چي حتي شورويانو په 1980 لسيزه کي نه وه نيولې.

https://p.dw.com/p/QAza
انځور: AP

دګروال کلي پادګيت د فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه ويلي دي:« شورويان هيڅکله بريالي سوي نه ول چي محله جات فتح کړي.» دغه سيمه د کندهار د ښار په جنوب لويديځ کي پرته ده.

پادګيت زياته کړه. « دا چي افغان او امريکايي ځواکونه وتوانيدل چي پر دغه سيمه باندي لاس بري سي، وجه يې دا ده چي د سيمي د خلکو د اعتماد دلاس ته راوړني لپاره ډير کار وسو.»

خو نوموړي امريکايي ډګروال اعتراف وکړی چي په کندهار کي د متحده ايالاتو د ياغيانو- ضد ستراتيژي ستونزمني برخي لا په مخکي. هغه دا چي ولسي خلک بايد قانع کړل سي چي د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي، ملکي خدمات پيل سي او هغه پوليسي ځواک هلته د امنيت ساتنه وکړي چي هغوی اعتماد ورباندي وکړای سي.

افغان او امريکايي ځواکونو دوې مياشتي تيري کړي چي د محله جات په شمول، د کندهار ارغنداب، ژړۍ او پنجوايي ولسوالي، د طالبانو د کنترول څخه وباسي.

که څه هم چي پر دغو سيمو باندي ياغيانو د کلونو را په دې خوا واکمني درلوده، خو امريکايي پوځيان وايي چي هغوي د مقاومت پرته له دغو سيمو ووتل،هغوی اوس په غلجکي بريدونولاس پوري کوي او د ماينونه او بمونو په ښخولو سره افغان او امريکايي سرتيري وژني.

د هغه ورځي څخه چي په سيمه کي د امريکايي سرتيرو شمير زيات سوی دی، د ياغيانو په جبهه يي حملو کي کموالي راغلي دي.

ډګروال پادګيت تيره اونۍ په يوې پوځي هډه کي د متحده ايالاتو د نړيوالي مرستندويي مؤسسي، َUSAID له چارواکو او پوځي قوماندانانو سره وليدل او د بيارغاوني پر پروژو باندي يې ور سره خبري وکړي.

د کندهار خلک هم دا مني چي له څه مودې را په دې خوا د هغوی په ځينو سيمو کي وضعيت ښه سوی او د افغان او بهرنيو ځواکونو د کار موندولو او پرمختيايي پروژو په برخو کي همکاري او همږغي ډيره سوې.

خو هغوی دا هم وايي چي که په ولسواليو کي امنيتي وضعيت لږ ښه سوی، ولي په ښار کي با ورځ تر بلي خرابيږي. يو ځوان چي نه غواړي نوم يې واخستل سي دويچه ويلي ته په يو تليفوني تماس کي وويل چي اوس په ښار کي داسي يو حالت دی چي څوک د بيري څخه د کوره نسي را وتلای.

د هغه په خبره هره ورځ داسي ترورونه کيږي چي د چا باور نه راځي د ښار په زړه کي خلک ويشتل کیږي يا تښتول کيږي. د کندهار ښار ډيری اوسېدونکي د ښار د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل