1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايی کپتان د بحري غلو د منګلو څخه آزاد سو

۱۳۸۸ فروردین ۲۴, دوشنبه

دامريکا دسمندري قواوو وياند، بيل ګورتني څرګنده کړيده چي دامريکايي کپتان ژوند په کوچنۍ بيړۍ کي چي دی پکښي تښتول شوی ؤ، دبريد له کيدو څخه لږدمخه په خطرکي لويدلی وو.

https://p.dw.com/p/HVhS
تښتول سوی امريکايي کپتان ريچارد فليپ ،چي اوس آزاد سوی دی
تښتول سوی امريکايي کپتان ريچارد فليپ ،چي اوس آزاد سوی دیانځور: AP

ده په واشنګتن کي دسمندري قواوو دقوماندانۍ په مرکزکي دغه توضيحات ورکړي، او زياته کړې يې ده چي د خراب حالت په پام کي نيولو سره دنوموړي کپتان دراخوشي کولو دپاره ګمارل شوو عسکرو پر بحري غلوباندي ډزي وکړې . پدي ترڅ کي درې غله وژل سوي اويو تن نيول شويدی . خو 53کلن امريکايي کپتان سالم پاته سويدی .

ګورتني زياته کړيده چي،نوموړی کپتان پرون دتښتيدوهڅه وکړه خودتيښتي په وخت کي د بحري غلو لخواو نيول سو او بيرته کښتۍ ته بوتلل سو. خوپرون شپه چي لاد بحري غلو اود امريکايي ډلګه ګۍ ترمنځ خبري رواني وې، پريکړه وسوه چي دبرمته سوي کپتان دراخوشي کولو لپاره اقدام وسي .

دسمندري قواووځانګړو عسکرو«ديو اس اس بين برج »د جنګي بيړۍڅخه ډزي وکړې ،کومه چي ددغي کوچنۍ بيړۍڅخه چي تښتول شوی کپتان پکښې ؤ،25کيلومتره ليري ولاړه وه .

د« يواس اس بين برج »دجنګي بيړۍ قوماندان دوه واره د جمهورريس بارک اوباما سره غږيدلي ،اودااجازه يي ورڅخه اخيستې وه چي، که دنوموړي کپتان ژوند په خطرکي ولويږي ،دوی ډزي کولای سي . څلورم بحري غل پدې وخت کي دخبرواترو دکولوپه خاطر په جنګي کښتۍکي وو، چي دامريکاي عسکرو لخوا ونيول سو .

د«مرکس الابامادبيړۍ» دغه کپتان دتيري اونۍ په نيمايي کي تښتول سوی ؤ. کپتان اوس ديو اس اس جنګي بيړۍ ته وړل سويدی، ترڅو استراحت وکړي .

دکپتان فليپ دبيړيو دشرکت رييس ،جان راينارد دنوموړي کپتان پيغام له ځانه سره وړی چي په هغه کي نوموړي،هغه عسکرچي دی يې راخلاص کړيدی، رښتياني اتلان بللي دي، او ويلي يې دي چي داهغه کسان دي چي زه يې خپل کورته بيرته راوستلی يم .

دامريکا جمهوررييس بارک اوباما ددغه کپتان دراخلاصيدوڅخه ډيره خوشحالي څرګنده کړيده ،اوويلي يې دي چي زه دکپتان فليپ په راخوشي کيدوباندي ډير خوښ يم .

دده جرئت دټولوامريکايانولپاره يو مثال دی . همدغسي دی دډيرو پوځيانواوچارواکو په هلو ځلوباندي چي دفليپ دراخلاصيدو دپاره يې کړي دي ،وياړي . ده زياته کړيده چي امريکا اوس هم پدې عقيده ده چي دنړيوال ګډکارله لاري د سوماليا په ساحل کښي د بحري غلو دډيريدو مخه ونيسي .

داپيښه دچهارشنبې په ورځ پيل شوې وه . هغه مهال څلورو بحري غلو هڅه کړيوه چي يو کنتينر بيړۍ«ميرسک الاباما» دسوماليا له ساحل څخه 500 کيلومتره ليري ترخپل کنترول لاندي راولي . خوددوی دغه اقدام بريالی نسو، او کپتان فليپ يې دځانه سره بوتۍ، اودهغه دخوشي کولو په بدل کي يې پيسې وغوښتې. په پاته ورځوکي نوموړې کښتۍ دسوماليا ساحل ته دنژدې کيدو په حال کي وه، اوامريکايي جنګي بيړيوبدرګه کوله.

سيد موسی صميمی
کتونکی: يحيی وردک