1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: «اسلامي دولت» ډله عمده گواښ دئ

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۳۱, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير هېگل، د «اسلامي دولت- IS» وسله واله ډله د امريکا له پاره تر ټولو ستر گواښ وبلله. په عراق کي پر دغي ډلي باندي هوايي بريدونه دوام لري.

https://p.dw.com/p/1Cz4j
انځور: picture-alliance/AP Photo

د امریکا متحده ايالاتو د دفاع وزير چاک هېگل د دغه هيواد له لوی درستيز مارتين دمپسي، سره په يوه گډه خبري غونډه کي وويل چي «اسلامي دولت ډله تر يوه تروريستي ډلي ډېره خطرناکه ده.»

هېگل د هغي پوښتني په جواب کي چي اسلامي دولت ډله په هغه اندازه خطرناکه ده لکه القاعده؟ وويل: «اسلامي دولت ډله داسي ښه روزل سوې او پياوړی مالي ملاتړ لري چي بل هيڅ تروريستي سازمان نه لاره.» هغه زیاته کړه: «دا هغه څه دي چي موږ يې د دغي ډلي په اړه معلومات لرو.»

اسلامي دولت ډلي د سه شنبې په ورځ يوه داسي ويډيو خپره کړه چي پکښي د امريکايي ژورناليست جيمز فولي، سر پرې کيږي. دغي تروريستي ډلي ويلي دي چي دغه ژورناليست يې د عراق په شمال کي پر دوی باندي د هوايي بمباريو په غچ کي وژلی دی. دغه عمل په نړيواله کچه وغندل سو.

په سوريه کي پر اسلامي دولت ډلي د هوايي بريد امکان

هېگل وويل چي پر اسلامي دولت ډلي باندي هوايي بريدونه به دوام ولري. «موږ يوه اوږده ستراتيژي تعقيبوو.» لوی درستيز دمپسي وويل چي که غواړي پر اسلامي دولت ډلي باندي بری ومومو نو د عراق او سوري په سرحدونو کي بايد پر دغي ډلي باندي بريدونه وسي.

هېگل په سوريه کي پر دغي دلي باندي د بريدونو امکان هم نه رودوي. د پنجشنبې په ورځ امريکايي الوتکو د عراق په شمال کي پر شپږو هدفونو باندي بمبار کړی دی.

د عراقي رسنيو په حواله په دغو بمباريو کي نزدې ۳۵ تنه افراطيان وژل سوي دي. بله خوا عراقي کردانو په موسل کي د اوبو ستر ډم د امريکايي الوتکو په ملاتړ بيرته له اسلامي ډلي څخه نيولی دی.

په جلاد پسي لټون

د بريتانيا امنيتي ځواکونه په هغه چاپسي لټون پل کړی دی چي امريکايي ژورناليست فولي يې وژلی دی. دغه کس د فولي د وژلو پرمهال په خبرو کي بريتانيايي لهجه لرله. د بريتنيا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي په دې برخه کي له امريکامتحده ايالاتو سره يو ځای کار کوي.

د اسلامي دولت ډلي يو غړي د بريتانيا «کاردين» ورځپاڼي ته ويلي دي چي د فولي وژونکی د يوې درې کسيزي بريتانيايي جهادي ډلي قوماندان دی.

بله خوا د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کېربي تيره ورځ وويل چي «څه وخت مخکي» په سوريه کي د تښتول سوو امريکايانو د خلاصون له پاره «له بده مرغه يوه ناکامه» هڅه وسوه.

د نوموړي په وينا دغه پوځي عمليات د دې سبب نه سول چي تښتول سوي امريکايان آزاد کړل سي، ولي چي د جان کېربي په وينا کوم ځای چي د امريکا استخباراتو ته ور ښودل سوی وو، په هغه کي امريکايي اتباع موجود نه ول.

د بشري حقونو سازمانونو په حواله اسلامي دولت ډله په سوريه کي نژدې ۴۰۰۰ کسان بنديان کړي دي. ويل کيږي چي په دغو بنديانو کي يو شمر بهرنيان هم شامل دي.

په لندن کي د سوري د بشري حقونو د څارنې ټولني ويلي دي چي له اسلامي دولت ډلي سره ۲۰ تنه بهرنيان چي امريکايان او اروپايان دي هم بنديان دي.