1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا افغانستان ته پر مرسته ورکولو بنديز ولگوئ

۱۳۸۹ تیر ۱۰, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو کانگرس افغان حکومت ته د څلورو ملياردو ډالرو د نه ورکولو په اړه رايي ورکړې او پرېگړه يې وکړه چي دغه مبلغ به نه ورکوي.

https://p.dw.com/p/O7Vy
د امريکا د متحده ايالاتو کانگرس
د امريکا د متحده ايالاتو کانگرسانځور: AP

دا پرېکړه وروسته تر هغه کيږي چي د وال ستريت په ژورنال کي د ځينو امريکايي کارپوهانو لخوا داسي خبرونه خپاره سول چي ځني افغان چارواکو او د هغوئ مرستيالانو د افغانستان څخه په ملياردونو ډالره پيسې ايستلي دي.

بي بي سي ليکي چي،د امريکا په کانگرس کي د مرسته تصويبونکو جرگې مسووله نيتالويي وويل، تر هغه وخته چي زه ډاډ پيدا نه کړم چي نور نو دغه پيسي د قاچاقبرو، فاسدو چارواکو او ترهگرو جېبونو ته نه لوېږي د هغه هيواد سره به مرسته ونه کړو.

د هغې په خبره دا د امريکا د مالياتو پيسې ده او زه نه غواړم چي دا د نشه يي موادو د کاروباريانو لاس ته ورسي.

د څارونکو په نظر د څلور مليارده ډالرو مرستي راگرځول به په افغانستان کي هغه پروژې زيان مني کړي چي ورباندي کار روان دی.

خو د ځينو کارپوهانو په خبره دغه پيسې به په پوځي ماموريت کي کوم بدلون رانه ولي ځکه هغه د هغه هيواد د بيا رغوني د پاره ځانگړي سوي دي.

د امريکا جمهوررئيس بارک او باما په وار وار د کرزي څخه د اداري فساد په وړاندي د کلکي مبارزې د کولو غوښتنه کړې.

ولسمشر کرزي هم هر وخت ددې فساد په وړاندي د مبارزې ږغ پورته کړئ او ددې دپاره يې درې واري يو ځانگړی کمېسيون هم ټاکلی دی.

IFAX/ زيارمل

کتونکی. فضلي