1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا افغانستان نور 7000 سرتيري لېږي

۱۳۸۷ آذر ۲۱, پنجشنبه

د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس نن په کندهار کي د يوې پوځي هډې د ليدلو پر مهال په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان و غوښتني ته چي نور ځواکونه دي ور ولېږل سي مثب ځواب ووايه

https://p.dw.com/p/GDmA
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس په کابل کي د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره د ليدني پر مهال
د امريکا ددفاع وزير رابرت ګېټس په کابل کي د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره د ليدني پر مهالانځور: AP

د امریکا متحده ایالات غواړي چي لږ ترلږه تر راتلونکي دوبي پوري نور 7000 سر تیري افغانستان ته واستوي، خو ډیر زیات نور څه هم باید وکړي چي افغانان خپله د ښورښیانو ضد جګړو کي ګدون ولري.

دا خبره د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګېټس نن په افغانستان کي کړې.

ګېټس چي په کندهار کې د ناټو له یوې هډې څخه لیدنه کتنه کول، وویل، هغه په افغانستان کي د ناټو د عمومي قوماندانۍ، امریکايي جنرال داوید میکرنان د اضافي سرتیروغوښتني ته مثبت ځواب ورکړی: ګېټس چي د د راتلونکي جمهور رییس بارک اوباما، په اداره کي به هم د دفاع وزیر په توګه پاته سي د کندهار پر لور الوتکه کي خبریالانو ته یادونه وکړه:«موږ هڅه کوو چي د دغي غوښتني په ځواب کي دوې نوري جنګي ليواوي تر دوبي پوري افغانستان ته واستوو.»

په افغانستان کي څه ناڅه 65 زره بهرني سرتیري موجود دي، د هغو له جملې څخه 31 زره يې امریکایان دي چي په افغانستان کي د ثبات د ټینګښت په موخه د طالبانو او نورو ښورښیانو پر خلاف جګړه کوي.

د متحده ایالاتو یو بل جنګي کنډک چي شمېر يې3500 ته رسیږي همدا اوس چمتو سوی دی چي د جنورۍ په میاشت کي به افغانستان ته ورسیږي.میکرنان د دروجنګي لېواوو او یو څه نورو ټولګیو لپاره د مرستي غوښتنه کړې وه.

د پنتاګون د وینا له مخه په راتلونکو یو یا دو کلونو کي به 20 زره نور امریکايي سرتیري په افغانستان کي مېشت سي. ګېټس ویلي دي چي هغه تر اوسه پوري دا غوښتنه لاس لیک کړې نه ده چي دوې نوري لېواوي دي واستول سي.

هغه د سپتمبر په میاشت کي کانګرس ته ویلی ول، ښايي دی وکړای سي چي تر راتلونکي پسرلي یا اوړي پوري نور سرتیري افغانستان ته چمتوکړي.

په افغانستان کي بهرني ځواکونه
په افغانستان کي بهرني ځواکونهانځور: picture-alliance/ dpa

افغانستان ته د نورو امریکايي سرتیرو د استولو توان پدې پوري اړه لري چي متحده ایالات څومره له عراق څخه وباسي. عراق کي د تیرو پنځو کلونو په پرتله زور زیاتی ډیر راټیټ سوی دی، پوځي قوماندان له هغه هیواد څخه د سرتیرو د ایستلو بندو بست کوي،خو په عین وخت کې خبرداری ورکړی، چي په عراق کي وضعیت لا تر اوسه بې ثباته پاته دی.

راتلونکی جمهور رییس، بارک اوباما چي د عراق د جګړې مخالف ؤ، ویلي دي چي هغه غواړي جنګي سرتیري له عراق څخه په راتلونکو 16 میاشتوکي وباسي، خو هغه ښايي اوس د پوځي قواندانانو مشورو ته غوږ ونیسي.

هغه ژمنه کړې ده چي افغانستان ته به له سره خپله پاملرنه واړوي. رابرت ګېټس چي پخوا د سي آی اې دریس په توګه په افغانستان کي د شوروي پر ضد مقاومت په موده کي د اسلام پالونکو جنګیالیو څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ تجربه لري،وویل، ناټو او متحده ایالات باید په خپلو پلانونو کي افغانانو ته د ویلو لپاره زیاته موقع ورکړي.

ګېټس وویل:« په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو تاریخ داسي دی، کله چي هغوی ته افغانان د اشغالګرو په سترګه وګوري، نو بیا دا ښه انجام نه لري.»

ګېټس وویل:« شورویانو له خپلو 120 زرو سرتیرو سره بریالي نه شول. موږ باید له افغانانوسره په ګده کار وکړو، او هغوی ته غوږ ونیسو چي هغوی څه وايي، د هغوی وړاندیزونو ته په خپل پلان کي ځای ورکړو.»

ګېټس وویل:« یوه لاره چي افغانان په دې پلان کي شامل کړای سي، دا ده چي د افغانستان د ملي پوځ د جوړښت پروسه ګړندی سي او د هغو شمېر تر134 زرو عسکرو پوري ورسول سي.د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وویل:« زه غواړم چي د افغانستان ملي پوځ په ستروالي باندي ډیر زیات ټینګار وسي.»