1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا اوس اوکراين ته وسلې نه ورکوي

afp, dpa, rtr۱۳۹۳ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د اوکراين د وسله وال کولو موضوع لا تر اوسه پوري د مېز مخته نه ده راغلې. خو په اروپا کي د جنگ بيره لا پر خپل ځای پاته ده. اوباما اول غواړي چي له خپل «مهم شريک» سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/1EUlR
انځور: Manu Brabo/AFP/Getty Images

د امریکا د جمهور رئيس بارک اوباما امنيتي سلاکار بين روديس په واشنگټن کي ويلي دي، چي د اوکراين کړکېچ په اړه پر روسيې باندي د فشار راوړلو له پاره، بنديزونه ښه اغېز کوي: «ډيري وسلې برعکس سم جواب نه دئ».

هغه زياته کړې ده چي په نژدې راتلونکې کي به امريکا متحد ايالات د اوکراين پوځ ته وسلې ورنه کړي.

تر دې دمخه د امريکا حکومت لويو چارواکو د رسنيو هغه راپورونه تائيد کړي ول، چي د امريکا حکومت او پوځ پتېيلې ده چي اوکراين ته وسلې ورکړي.

داسي ويل کېده چي د اوکراين د بېلتون غوښتونکو له خوا د اوربند ماتولو په سبب دي اوکراين ته دفاعي وسلې ورکړل سي. او دا چي په اوکراين کي دي د روسيې د مداخلې مخنيوی يوازي په بنديزونو سره وسي، گټه نه ده کړې.

«د سولي پر ټينگښت فشار»

د دوشنبې په ورځ «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي داسي راپور خپور کړ، چي گويا د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د دغه هيواد لوی درستيز مارتين ديمپس، د اوکراين پوځ ته د دفاعي وسلو پر ورکولو باندي فکر کوي.

د آلمان يو امنيتي کارپوه ولفگنگ ايشنگر، په دې نظر دئ چي ځيني وختونه د سولي د ټينگښت له پاره پر دغه شان فشار راوړلو باندي فکر کول گټمن وي.

هغه د آلمان له دوهم تلويزيوني چينل سره په خبرو کي ويلي دي: «که موږ له اوکراين سره مرسته ونه کړو، پايلي به ئې موږ هم ووينو». د آلمان حکومت اوکراين ته د وسلو لېږلو خبره په ډاگه رد کړې ده.

په سپينه ماڼۍ کي مهم ملاقات

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما غواړي چي د آلمان له صدراغظمي انگيلا ميرکل سره وويني. د راتلونکي دوشنبې په ورځ به په سپينه ماڼۍ کي د ميرکل هرکلی وسي.

د اوباما امنيتي سلاکار روديس ويلي دي چي ميرکل په کړکېچ کي د امریکا متحدو ايالاتو مهمه شريکه ده.

په وروستيو ورځو کي له اوکراين څخه د سختو جنگونو خبرونه ورکړل کیږي. په دغو نښتو کي ملکي وگړي هم وژل سوي. پر مسکو باندي تور دئ، چي په وسلو او جنگياليو سره د اوکراين د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، خو مسکو دغه تورونه نه مني.

د تيرکال له پسرلي راهيسي په اوکراين کي د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په جنگ کي تر اوسه پوري تر ۵۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي.

د اوکراين په ختيځ کي بېلتون غوښتونکي
د اوکراين په ختيځ کي بېلتون غوښتونکيانځور: REUTERS/Maxim Shemetov