1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او جنوبي کوريا په ژړ سمندر کي پوځي آزمويني پيل کړې

۱۳۸۹ آذر ۷, یکشنبه

د شمالي کوريا د تيري اونۍ د حملې او نوو ګواښونو سره سره نن د امريکا متحده ايالاتو او جنوبي کوريا په ژړ سمندر کي خپلي ګډي پوځي آزمويني پيل کړې.

https://p.dw.com/p/QKJI
د جورج واشنګټن نومې جنګي بېړۍ
د جورج واشنګټن نومې جنګي بېړۍانځور: AP

په دې آزموينو کي چي څلور ورځي به دوام وکړي، د متحده ايالاتو ستره USS George Washington نومي الوتکي ليږدونکې بېړۍ هم ګډون لري.

په دغه بېړۍ کي چي په اټومي تجهيزاتوهم سمباله ده، 5500 امريکايي سرتيري او 75 الوتکي ځای پر ځای سوي دي. له دې بېړۍ سره نوري جنګي بيړۍ هم ملګرتيا کوي.

د پوځي آزموينو څخه لږ څه د مخه شمالي کوريا يو ځل بيا ګواښ وکړی چي د دغه هيواد د خاوري پر بشپړتيا باندي د هر ډول تيري په وړاندي به سخت ځواب ورکړی.

څو ورځي د مخه شمالي کوريا د جنوبي کوريا پر ټاپو باندي توپخانه يي حملې وکړې چي په نيتجه کي يې مرګ ژوبلي رامنځ ته سوې.

د جنوبي کوريا د سمندري ځواکونو عمومي قوماندان،

Yoo Nak Joon پرون خبرداري ورکړچي له دې وروسته به د کمونستي کوريا د حملو په مقابل کي بې تفاوته پاته نه سي:

« شمالي کوريا به د خپلو تيريو له امله په سل ګونو او حتي زرګونو کسانو سره تاوان ورکړي.»

د شمالي کوريا د تيری سه شنبې د حملو په نتيجه کي د جنوبي کوريا په ټاپو کي د دغه هيواد دوه سرتيري او دوه تنه ملکي کسان ووژل سول. پرون د هغوي لپاره د وير مراسم نيول سوي ؤ.

د شمالي کوريا د پوځي تيري په وړاندي د جنوبي کوريا د حکومت د کمزروي غبرګون له امله د دغه هيواد د دفاع وزير استعفاء ته مجبوره سو او يو شمېر پخواني سمندري پوځيان پرون سړکونو ته راووتل او له حکومت څخه يې وغوښټل چي د شمالي کوريا د حملو په وړاندي ځواب ورکړي:

« موږ د شمالي کوريا وحشيانه تيری نور زغملای نه سو. موږ بايد د دغه هيواد مزدرو پوځيانو ته خپل قاطعيت ښکاره کړو.»

په داسي حال کي د دواړو کورياوو تر منځ د يوي احتمالي جګړې خطر زيات سوی، چي په نړيواله کچه هڅي رواني دي ترڅو د تاوتريخوالي د لمن د پراخيدو مخه ونيوله سي.

چين ويلي دي چي د جنوبي کوريا سره په تماس کي دی ترڅو د دواړو کورياو ترمنځ منځګړيتوب وکړي، او د جګړې خطرونه له مينځه يوسي.

د چين د خبري آژانس د رپوټ له مخه يو لوړ پوړي چينايي پلاوی جنوبي کوريا ته تللی او د هغه هيواد له مشرانو سره يې ليدلي دي. پيکينګ په سيمه کي د شمالي کوريا متحد ګنل کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل