1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او روسيه د سوريې په اړه سره سلا سول

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۵, جمعه

د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د ويټو حق لرونکي هیوادونه پر دې سره سلا سوي چي د سوريې کيمياوي وسلې بايد څرنگه له منځه ولاړي سي. خو مسکو په دې وتاونېد چي خپله غوښتنه په نورو باندي ومني.

https://p.dw.com/p/19pMc
انځور: Reuters

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري او دهغه روسي سيال سرگي لاوروف په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کي دا خبره تائيد کړې ده چي دواړه هيوادونه په دې توانيدلي دي چي د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو په برخه کي پر يوه پريکړه ليک باندي سره سلا سي.

د پريکړه لیک بشپړ متن د پنجشنې په ماښام د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندي سوی دی. کيدای سي چي د دغه پريکړه ليک په اړه نن د جمعې ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۷) ماښام په امنيت شورا کي رای ورکړل سي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي دي چي د پريکړه ليک متن د ژينو له پلان سره، چي غواړي د سوريې کيمياوي وسلې له منځه ولاړي سي همږغی سوی دی. لاوروف زياته کړې ده چي د پريکړه لیک په متن کي د «ملگرو ملتونو د منشور د۷ مادې» فشار نه سته. د دغي مادي له مخي هغه هيوادونه چي سرغړونه کوي له مجازاتو سره مخامخ کېدای سي.

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري د دغه توافق په اړه په نيويارک کي وويل: «زموږ هيله دا ده چي دغه پروسه اوس پرمختگ وکړي او د سوريې د کيمياوي وسلو د له مينځه وړلو له پاره يو خوځښت رامنځ ته سي.»

په امنيت شورا کي د ويټو حق لرونکي هيوادونه فرانسه، بريتانيا، امریکا متحده ايالات، روسيه او چين له يوې اوونۍ راهيسي د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پر څرنگوالي باندي بحث کوي.

خو په ملگرو ملتونو کي د امریکا متحده ايالاتو استازې سمنته پاور، وايي چي يوازي د اسد رژيم د کيمياوي وسلو په له منځه وړلو سره په سوريه کي کورنۍ جگړه نسي ختميدلای:

«د سوريې خلک هره ورځ د توپونو، سکد توغنديو او په هوايي بريدونو کي وژل کيږي، گومان نه کيږي چي په دغه هيواد کي دي دغه بيروونکی کړکېچ په اسانۍ سره پای ته ورسيږي.»

د سوريې په اړه د امريکا او روسيې په توافق کي د جنجال اصلي ټکی د ملگرو ملتونو د منشور د ۷ مادې شاملول ول. د ويټو حق لرونکي غربي هيوادونو فرانسې، بريتانيا او امریکامتحده ايالاتونو غوښتل چي د بشارالاسد رژيم په هغه صورت کي چي د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو پر مهال سرغړونه وکړي په سزا ورکولو سره وگواښي. خو روسيې او چين تر اوسه پوري دغه گواښ رد کړی دی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويسترويله د روسيې او امريکا متحده ايالاتو د توافق هرکلی کړی دی او هغه يې پر سمي خوا لومړی گام گڼلی دی. ويسترويله وويل: «مهمه خبره اوس دا ده چي دغه توافق يوازي د کاغذ پر مخ پاته نه سي، بلکي د عمل په ډگر کي د کړکېچ د سياسي حل له پاره لاره اواره کړي.»

د امريکا متحده ايالات د بشارالاسد رژيم په دې تورنه وي چي گويا د روان کال په مارچ مياشت کي يې دمشق ته نژدې د زهرجن گاز په استعمال سره نزدې ۱۴۰۰ انسانان وژلي دي. خو د اسد پلوی هيواد روسيه بيا د زهرجن گاز د استعمال پړه د سوريې پر ياغيانو باندي چي له ۲۰۱۱ کال راهيسي د اسد پرضد جنگيږي اچوي.