1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او سوريه ـ د کشمکشونو ۷۰ کاله

۱۳۹۶ فروردین ۱۹, شنبه

د امريکا د متحده آيالاتو او سوريې تر منځ تازه پيښي اوږد شاليد لري. دا چې په تاريخي لحاظ دغو هېوادونو څه ډول ارتباطات او کومې ستونزې لرلې، دلته يې ولولئ:

https://p.dw.com/p/2avan
Symbolbild Luftangriffe der USA gegen IS
انځور: picture-alliance/Us Air Force/M. Bruch

د امريکا متحده آيالاتو له خوا د سوريې سياست هومره ژورې رېښې لري لکه دغه هېواد خپله. آن په هغه وخت کې چې نننۍ سوريه لا د عثماني امپراتورۍ يا سترواکۍ يوه برخه وه، متحده آيالاتو په دمشق کې خپله ديپلوماتيکه نمايندګی لرله او د دغه هېواد پر برخه ليک ټاکلو کې يې ونډه اخيستله.

له دويم نړيوال جنګ وروسته متحده آيالات د دغې پخوانۍ مستعمرې د خپلواکۍ غوښتنې په چارو کې ښکېل ول. دغه هېواد د فرانسې په وړاندې ودرېده، چې په مرسته يې سوريې خپلواکي اعلان او په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو چارتا يا منشور لاسليک کړ. په دې ترتيب د متحده آيالاتو ۳۳م ولسشمر، ترومن، د سوريې د خپلواکۍ يو ملاتړی بلل کيږي.

تقريبا لس کاله وروسته ديپلوماتيکې ستونزې راولاړې شوې. د نفتو پر سر جنجالونو او د سترو قدرتونو، يعنې متحده آيالاتو او روسيې تر منځ کشماکشونو سوريه هم متاثره کړه. د امريکا پټې ادارې «سيا آي آی» په ۱۹۴۹ کال کې د ولسمشر، شُکري القوتلي، پر ضد د يوې پوځي کودتا څخه ملاتړ وکړ. له يوې بلې هڅې وروسته چې القوتلي راوپرځول شي، د دواړو هېوادونو تر منځ ديپلوماتيک ارتباطات قطع شول.متحده ايالات او اسرائيل

د ۱۹۶۷ کال د جون د پنځمې او لسمې نېټې تر منځ د اسرائيل او د درو عربي هېوادونو يعنې مصر، اردن او سوريې تر منځ دريم پوځي کړکېچ صورت ونيو. د جګړې په پايله کې د متحده آيالاتو او اسرائيلو تر منځ همکاري زياته شوه. عربي ليګ د اسرائيلو پر ضد لاره خپله کړه: نه يې دغه هېواد په رسميت وپېژانده، نه يې خبرې اترې او نه يې سوله ورسره وکړه.

په ۱۹۹۰ کال کې کله چې عراق په اوړي کې کويټ ته پوځونه واستول، متحده آيالاتو د «مشر» جورج بوش د ولسمشرۍ پر مهال د ملګرو ملتونو د جنګي ټلوالې مشري وکړه څو کويټ آزاد کړي. سوريه هم په دغو پوځي عملياتو کې د متحدينو په کتار کې راتله. د ۱۹۹۱ کال د جنورۍ تر مارچ مياشتې پورې د صدام حسين د ځواکونو پر ضد هوايي بريدونه وشول. ځمکنيو واحدونو هم د عراق تر تسليمۍ پورې جګړه وکړه.

په ۲۰۰۰ م کال کې د ولسمشر، بيل کينټن، پر وخت د متحده آيالاتو او سوريې تر منځ نازکه همکاري يو ځل بيا ناکامه شوه. کلينټن هڅه کوله چې د اوسلو د تړونونو په مرسته په نژدې ختيځ کې د سولې بهير مخ ته بوزي. خو د سوریې پخواني واکمن، حفيظ الاسد، له اسرائيلو سره جوړ جاړی رد کړ. په ۲۰۰۱ کال کې دويمه انتفاضا يعنې د فلسطينيانو دويم پاڅون پيل شو.د عراق جګړه

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په يولسمه تر تروريستي بريدونو وروسته، د متحده آيالاتو سياست په نژدې ختيځ کې په اساسي ډول بدلون وموند. لومړی سوريه د پخواني ولسمشر، جورج ډبل يو بوش، له خوا د «ناوړو دولتونو» په ډله کې را نه وستل شو. متحده آيالاتو د عراق جګړې ته مخه کړه چې سوريې بيا د امنيت په شورا کې د اپوزيسيون څخه پلويتوب وکړ.

د دې پر ځای چې پر عراق وضع شوي بنديزونه مراعات کړي، په ۲۰۰۰ م کال کې قدرت ته رسېدلي، واکمن، بشار الاسد له عراق سره د نفتو تجارت درې مليارده ډالره زيات کړ. متحده آيالات نه پوهېدل چې له سوريې سره څه ډول چلند وکړي، ځکه چې سوريې د حزب الله په څېر له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کاوه. کله چې په ۲۰۰۵ کال کې لومړی وزير، رفيق الحريري، ووژل شو، واشنګټن له دمشق څخه خپل سفير بېرته وغوښته او پر سوريې يې تور ولګاوه چې دغه بريد يې طرح کړی وو.

په سوريه کې د خپلمنځۍ جګړې تر راټوکېدلو وروسته، د متحده آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما، دوه بعدي بهرنی سياست مخ ته بوته. له يوې خوا يې هڅه کوله چې د بنديزونو د لارې په سوريه باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له کبله فشار وارد کړي، له بلې خوا يې د ديالوګ او ديپلوماسۍ څخه کار اخيسته. په ۲۰۱۳ کال کې يې له اتو کلونو وروسته په لومړي ځل خپل سفير دمشق ته بېرته ولېږه. له ۲۰۱۵ کال وروسته د متحده آيالاتو پوځ د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستي ډلې، په وړاندې هوايي بريدونه پيل کړل چې دغه پوځي عمليات تر نن ورځې پورې دوام لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):

Hafiz al-Assad ehemaliger Präsident von Syrien
د اسد رژيم بنسټ اېښودونکی حافظ الاسدانځور: AP
Bildergalerie amerikanische Präsidenten
د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر ترومنانځور: Getty Images