1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او پاکستان د گډ استخباراتي کار د چوکاټ په هکله خبري کوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبه

د سي آی اې مشر لیون پنیټا د پاکستان پوځ او د دغه هیواد د استخباراتی شبکی د لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کړي، اوپه راتلونکی کی یی د استخباراتی شبکو د معلوماتو د شریکولو اولا ښه کولو په سر خبری اتری کړي.

https://p.dw.com/p/11Ycu
امريکايي بېپلوټه الوتکه
امريکايي بېپلوټه الوتکهانځور: picture alliance/dpa

دغه خبری په داسی وخت کی تر سره کیږي چی په پاکستان کی د اسامه بن لادن د وژلو په سر د دواړو هیوادونو اړيکی خورا ډیری ترینګلی شوی. د CIA مشر لیون پنیټا د جمعی په ورځ په یو ناڅاپی سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی.

پنیټا اسلام آباد ته په داسی وخت په سفر بوخت دی چی د امریکا متحده ایالاتو ویلی چی په نږدی وخت کی به د پاکستان څخه خپل سرتیري را وباسي. د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته پاکستان د امریکا ایالاتو څخه غوښتی وو چی په پاکستان کی دی د خپلو سرتیرو شمیر را ټیټ کړي.

د جمعی په ورځ د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوی خبر پاڼه کی راغلی چی پنیټا او د پاکستان پوځ لوي درستیز جنرال اشفاق کیاني په کتنه کی « دواړو خواو په راتلونکی وخت کی د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په چار چوکاټ سره خبری اتری کړي». د پاکستان د یو امینتی چارواکي په حواله پنیټا همدا راز د کیانی او د پاکستان د څارګری ډلی د مشر احمد شجاع پاشا سره په امنیتی وضعیت سره غږیدلی دی. دغی امنیتی چارواکي د دی خبری هم پخلی کړی چی د ایبټ آباد د پیښی په اړه سر هم خبری شوي.

پلازمینی اسلام آباد ته څیرمه د يوی پوځی چاوڼی تر څنګ د اسامه بن لادن د تر څو کالو پټ اوسیدو، د پاکستان استخباراتی اداره ISI د ملامتیا سره مخامخ کړی، او دغی اداره تر ډیرو سختو نیوکی لاندی راغلی.

په پاکستان کی د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع استازي، مایکل لیفیور، د متحده ایالاتو د سفارت له لاری په خپره شوی خبرپاڼه کی په پاکستان کی د امریکایی پوځونو د شمیر د را ټیټول اعلان کړی، خو په راتلونکو کی یی د پاکستان سره په امنیتي برخه کی د مرستو امکان نه دی رد کړی.

د لیفورپه وینا« په نږدی وخت کی د پاکستان د دولت تر رسمی غوښتنی وروسته چی په پاکستان کی د امریکایی سرتیرو شمیر را ټیټ کړای شی، او مونږ په پاکستان کی د خپلو سرتیرو د شمیر د را ټیټولو پروسه تقریبا پای ته رسولی.»

د امریکا متحده ایالاتو د دی خبری پخلی کړی چی د روان کال د می د میاشتی د 25 نیټی څخه یی د پاکستان څخه د پوځونو په را ویستلو شروع کړی.

د بن لادن د وژنی په پایله کی د سرتیرو راویستنی د واشنګټن او اسلام آباد تر منځ کړکیچ تر پوښتنی لاندی راوستی، سره له دی چی امریکایی دیپلوماتانو کوښښ کړی چی دغه ترینګلتیا را کمه کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی د جمعی په ورځ پو یو خبر کی لیکلي چی د امریکا استخباراتی چارواکو اسلام آباد ته په پاکستان کی د بم جوړونی د دوو فابریکو په اړه دوه واری معلوما ورکړی وو، خو د پاکستان ځواکونو هلته د رسیدو د مخه هغه ځایونه خالی کړای شوی وو. دغه فابریکی په جنوبی وزیرستان کی وی.

د فابریکو تر خالی کیدو وروسته امریکایی چارواکی په دی فکر کی دی چی آیا دغه معلومات په غلطی سره بربنډ شوی او که د پاکستان د استخبارتی شبکی ISI لخوا دغه معلومات اورپکو ته رسیدلی.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی