1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ايران د امن د نړيوالې جرگې بنديزونو ته غاړه نه ږدي

۱۳۸۷ مهر ۲, سه‌شنبه

د ملگروملتونو د امن د نړيوالې جرگې له کلنۍ غونډې څخه لږ څه وړاندې، په واشنگټن کې د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند Sean McCormack وويل، ايران د امن د نړيوالې جرگې بنديزونو ته غاړه نه ږدي

https://p.dw.com/p/FNLs
انځور: AP Graphics

او په هېڅ صورت سره دې ته نه دئ حاضر چې د اتومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره گډ کار وکوي. کورماک څرگندوي:

« ايران د نړيوالو څخه د بشپړې گوښه کېدنې په لار روان دئ.»

د ايران او امريکې تر منځ کړکېچ ورځ په ورځ زياتېدونکی دئ. هر څومره چې ايران د امن د نړيوالې جرگې له بنديزونو سره سره خپلو اتومي پروگرامونو او د يورانيمو چڼولو ته دوام ورکوي، په هم هغه اندازه سره د واشنگټن حکومت په لوی لاس سره اسرئيل دې ته چمتو کوي، چې وکولی شي د لزوم په صورت کې د ايران پر اتومي بټيو باندې اغېزمنه حمله وکوي.

د ايران جمهور ريس احمدي نجات نيو يارک ته سفر کوی
د ايران جمهور ريس احمدي نجات نيو يارک ته سفر کوی

د بوش د حکومت د غوښتنې له مخې، بايد همدا سږ کال 1000 دانې سمڅې نړوونکي د بوينگ په فابريکه کې جوړشوي بمونه اسرائيلو ته ورکړي. دا GBU-39 ډوله بمونه کولی شي داسې کانگريټي دېوالونه ونړوي چې پنډوالی يې يوه متر او اتياوو سانتې ته رسيږي. د امريکې مشر جارج بوش باور لري، چې کانگرس به په همدې مياشت کې د دې معاملې اجازه ورکوي. واشنگټن غواړي نظامي گامونه پورته کړي.

د امن له نړيوالې جرگې څخه، د روسيې او امريکې د کشالو د موجوديت په صورت کې، د ايران په اړوند ډېر څه هيله نه شي درلودلی. دې ټکي ته د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند څرگنده اشاره کوي او وايي:

« موږ د امن د نړيوالې جرگې په دې کلنۍ غونډه کې کومې زياتې هيلې نه لرو.»

د امريکې متحده ايالتونه بايد دا حقيقت ومني، چې د ١٩٧٩ کال له انقلاب راهيسې پر ايران باندې تر ټولو سخت لگول شوي بنديزونه هم، د هغه هېواد په ذروي هوډ کې بدلون نه شي راوستلی. برعکس: د ايران مشر احمدي نژاد، د ملکي چارو د پاره له اتومي امکاناتو څخه د گټې اوچتولو پروپاگند، له خپلو اقتصادي ستونځو نه د خلکو د پام اړولو په منظور استعمالوي.