1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا برازيلۍ جنگي الوتکي پېري

مسعود جهش (رويترز)۱۳۹۱ اسفند ۱۰, پنجشنبه

امریکايي ځواک په افغانستان کي د ترهگرۍ پر ضد جنگ کي غواړی له برازلۍ الوتکو څخه کار واخلي. امبریر Embraer نومي برازیلي شرکت د چهارشبنې په ورځ د امریکا له هوایي ځواک سره د ۲۰ الوتکو تړون لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/17nUf
Titel: KriegesFlugzeug Super Tucano Schlagworte: Brasilien, Waffen, Handel, Angola Wer hat das Bild gemacht/Fotograf?: Embraer Wann wurde das Bild gemacht?: 02.13. Wo wurde das Bild aufgenommen?: Brasil Bildbeschreibung: Waffen Handel von Angola
Waffen Handel von Angola Kriegsflugzeug Flugzeug Super Tucanoانځور: Embraer

دغه تړون ۴۲۸ میلیونه ډالره ارزښت لري. دا په داسي حال کې ده چې امریکايي شرکت Hawker Beechcraft هم تلاښ کاوه چې دغه تړون ترلاسه کړي. دا د امریکا متحده ایالاتو له پوځ سره د امبریر نومي برازیلي شرکت لومړی تړون دی.

د امبریر Embraer شرکت د دفاعي څانګې مشر کارلوس اګویر، ویلي دي چې هغه تمه لري چې د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ کیدای شي د منځني ختیځ او جنوب ختيځي اسیا یو شمیر هیوادونه هم له هغوی سره د دغه ډول الوتکو د رانیولو تړونونه لاسلیک کړي، چې د پلان له مخې به یې امریکا په افغانستان کې وکاروي.

د تړون له مخې به د امریکا متحده ایالاتو پوځ له برازیل څخه ۲۰ Tucano Super ډوله الوتکې رانیسي. دغه ډول الوتکې یو ماشین لري خو بیا هم ډیري چټکي دي او کولای شي له ځانه سره وسلې ولیږدوي.

اګویر وویل: «موږ پوهیږو چې یو شمیر نور هیوادونه د پایلو په تمه ول. موږ همداراز تمه لرو چې له متحده ایالاتو سره به زموږ تړون هم پراخ شي.» دغه تړون د الوتکو جوړونکي امریکایي شرکت بوینګ، له پاره هم ډیر ښه خبر وو، ځکه دغه شرکت غواړي چې د برازیل هوایي ځواک ته د څلورو میلیاردو ډالرو په ارزښت جنګي جټ الوتکې ورکړي.

یوه برازیلي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغې معاملې نهايي کیدل د بوینګ شرکت له پاره تر ټولو ښه خبر دی.

د دغو الوتکو قرارداد په اصل کې په ۲۰۱۱ کال کې دEmbraer  شرکت ته ورکړل شوی وو. خو بیا یوې امریکايي کمپنۍ د تړون پر ضد په محکمه کې شکایت وکړ او ویې ویل چې د سیاسي لاملونو له کبله یې دې برازیلي شرکت ته داوطلبي بایللې ده.

تر هغه وروسته چې د چهارشنبې په ورځ امریکا او برازیل دغه تړون لاسلیک کړ، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال اشتون کارتر د برازیل له دفاع وزیر سره د تلیفون له لاري خبري وکړې او هغه ته یې د دې موضوع تبریکي ورکړه.

د برازیل د دفاع وزیر دغه تړون د خپل هیواد د الوتکو جوړولو صنعت له پاره یوه ډیره لویه لاس ته راوړنه بللې ده او ویلي یې دي چې په دې سره به د Embraer له پاره نوري کاري زمینې هم برابري شي.