1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا به د فارس په خليج کښي خپل پوځي حضور و ساتي

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو پريکړه کړې ده چي د ايران له ګواښونو سره سره په خليج کي خپلي جنګي بېړۍ وساتي. پنتاګون ويلي دي چي د فارس په خليج کښي به خپل پوځي حضور د پخوا په شان وساتي.

https://p.dw.com/p/13diY
دغه بېړۍ په يوه وخت کي ۹۰ جنگي الوتکي انتقالولای سي
دغه بېړۍ په يوه وخت کي ۹۰ جنگي الوتکي انتقالولای سيانځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي د امريکا د متحده ايالاتو او ايران تر منځ اړيکي نوري هم ترينگلي شوي دي.

د ايران او امريکا اړيکې له هغه وروسته لا ترينگلې شوې چي دغه هيواد ګواښ وکړ، چي د هرمز سمندري تنګي د تړلو توان لري.

د امريکا د دفاع وزارت مطبوعاتي مسئول جورج ليتل د سه شنبې په ورځ ويلي دي، چي د هرمز سمندري تنګي پر لور د امريکايي پوځي تجهيزاتو حرکت ډير پخوانی ستراتيژيک پلان وو.

هغه ويلي دي، چي دغه پوځي تجهيزات په سيمه کي د متحده ايالاتو له عملياتو سره ملاتړ کوي او هيڅ کوم بحري قوانين تر پښو نه لاندي کوي.

ليتل څرگنده کړې ده چي بحري قوانين متحده ايالاتو ته دا اجازه ورکوي چي په هومز سمندري تنګي کښي پوځي تجهيزات ولري:

«موږ له سمندري آزاديو څخه ساتني ته ژمن يو. دا په سيمه کي زموږ د ځواکونو د شتون له اصلي دلايلو څخه يو دليل دئ.»

د امريکايي پوځ د تجهيزاتو په اړه له هغه وروسته په رسنيو کي خبري راپورته شوې چي ايران د هرمزسمندري تنګي ته د امريکايي پوځي بېړيو د نه ورتګ خبر ورکړ.

خو اوس امريکا وايي چي د ايران پر گواښونو سر بيره به بيا هم دغه بېړۍ د هر وخت په شان سيمه ته لاړه شي.

په اصل کي شخړه هغه مهال را منځ ته سوه چي د ايران د پوځونو مشر وويل چي امريکايي USS John C. Stennis نومي پوځي بېړۍ دي بيرته په فارس خليج کي خپلي اډې ته نه ستنيږي.


هغه د ايران پوځ په رسمي ويبپاڼه کي ويلي ول، چي ايران به خپل گواښ بيا تکرار نه کړي ځکه چي ايران يوازي يو وار گواښ کوي.

دغه بېړۍ د اټومي وسلو د انتقال توان هم لري
دغه بېړۍ د اټومي وسلو د انتقال توان هم لريانځور: AP

دغه بيړۍ په اصل کي يوه ډيره لويه کښتۍ ده چي په يوه وخت کي کولاي شي تر۹۰ پوري جنګي الوتکي انتقال کړي. دا بيړۍ د اټومي وسلو د انتقال توان هم لري.

چارواکي وايي چي د USS John C. Stennis بېړۍ د تيري سه شنبې په ورځ د هرمز له سمندري تنګي څخه تيره شوه او اوس په غربي اوبو کي په افغانستان کي د پوځي عملياتو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده چي دغه بېړۍ به څه وخت بيرته خپلي اډې ته ستنه شي خو دا روښانه ده چي USS John C. Stennis به د ستنيدو په وخت کي هم د هرمز له تنګۍ څخه تيره شي.

له هغه وروسته چي غربي نړۍ پر ايران د نوو تحريمونو کواښ وکړ، دغه هيواد وويل چي د هرمز د تنګي د تړلو توان لري. ايران ان په سيمه کي پوځي مانورونه هم وکړل.

ايران وايي، که غربي نړۍ ورباندي تحريمونه لا سخت کړل نو دوی به هم د هرمز سمندري تنګی وتړي.

دغه تنګی د تيلو په نړيوال تجارت کي ډير ارزښت لري او د بنديدو په صورت کښي به ئې په دې برخه کي ډيري ستونزي رامنځ ته شي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل