1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا به پر مالي بحران سربيره خپل نړيوال سياسي شهرت وساتي؟

۱۳۸۷ آبان ۶, دوشنبه

اوس مهال دامريکا متحده ايالتونه له ډيرو اقتصادي اوسياسي لانجوسره لاس اوګريوان دي. ددغه هيواد شهرت ته رسيدلی تاوان، ممکن د هغه له ټولوڅخه کوچنۍ ربړه وي

https://p.dw.com/p/Fhik
د امريکا د جمهورري رياست لپاره د ډيموکراټانو او جمهورپت غوښتونکو ګوندونو کانديدان بارک اوباما او جان مکين
د امريکا د جمهورري رياست لپاره د ډيموکراټانو او جمهورپت غوښتونکو ګوندونو کانديدان بارک اوباما او جان مکينانځور: AP

دجمهوري رياست د مقام دواړو کاندیدانو اعلام کړی دی،چي دبوش د دوران له یو اړخيزوالي څخه به مخ واړوي.که نوی جمهور رييس په کار باندي له پيل کولو څخه سمدستي وروسته خپل وزیران اوسفيران لدې احواله سره دنړۍ پلازمينوته واستوي دهغو حکومتونه به نور په پخوانيو خبرو پسي ونه ګرځي، ځکه چي دوي په راز راز نړيوالو ننګونوباندي دبريالي کيدو لپاره، نه يوازي د امريکا دمتحده ايالتونو سره کډکار، بلکي دهغه لارښوني ته هم اړتيا لري.

دکورونو د جوړولو اوخرڅولو او د بانکونو بحران ډيره ستره ننګونه ده. پدې برخه کي بايد ثابته شي چي د امريکا د حکومت لخوا شوي، او په پام کي نيول شوي اقدامونه اغيزناک ثابتيداي شي او کنه؟ پدې برخه کي صبر پکاردی،ځکه اقتصادي وضعه به له يوې نه تربلي ورځي پوري ښه نشي. اودبهالرونکو اسنادو په بازارونوکي د اسهامو دبيو راټيټيدل، دپورونو د بازار دچينو وچيدل ، د اعتماد دلږيدو له امله زيادتره شدت مومي.

یونوی حکو مت چي د استهلاک کونکو ډار له منځه يوسي، او بانکونو ته ډاډورکړي اومرسته ورسره وکړي پر دغه نظام باندي ثبات لرونکي اغيزه لرلای سي. خوداهم لازمه ده چي دنړيوالو مالي بازارونو دثبات بخښلوله پاره دنورو ګامونو اخيستل هم آهنګه کړای سي. نو په واشنګټن کي دامريکا دمتحده ايالتونو په بلنه دنړۍ دمشرانو دمالي غونډي جوړيدل به په دې لاره کي لومړی سم ګام وی.

د امريکا د ونډي په بازارونو کي حيرانتيا
د امريکا د ونډي په بازارونو کي حيرانتياانځور: AP

البته چي د امريکا دمتحده ايالتونو بازارونه د نړيوالو بازارونو لپاره ډير مهم نقش لوبوي،ځکه چي نړيوال اقتصاد دنړۍ لدې له ټولو څخه ستر بازار څخه صرف نظر نشي کولای، د اسيااقتصاد ثابته کړه، چي د امريکا دمتحده ايالتونو په بازار پوري ډيره زياته اړه لري.

خو داوږدې مودې په ترڅ کي د امريکا دمتحده ايالتونولپاره ننګوني په نورو ربړوکي پرتې دي. ځکه چي دا ربړي د امريکا پر اقتصاد باندي ډيره ناوړه اغيزه لرلای شي. دا ډير له اندازي زيات قيمته او ناموثره د روغتيا نظام، د ډيرو لپاره نور دتمويل نه وړ د زده کړي نظام، زړه اقتصادي زيربنا او بنسټيزه، او د انرژۍ ډير زيات بر بادول اودهغه په مصرف کي اصراف دی.

همدغه ډول د عراق او افغانستان جګړه هم ددې هيواد پر اقتصاد باندي د درانده بار حيثيت لري. اوس بايد دوی داسي چينې پيداکړي چي د امريکا د متحده ايالتونو دسیالۍکولو د راتلونکي توان لپاره لازمي دي.که د امريکا متحده ايالتونه د خپل قدرت د مخکښ موقعيت ساتل په پام کي ولري بايد نه يوازي خپل حيثيت بيرته اعاده کړي، او پر مالي بحران باندي بريالي شي، بلکي خپل هر اړخيزي اوډول ډول دننه ربړي هم حل کاندي. دا کومه اسانه پوښتنه نده خوداسي پوښتنه هم نده چي حل يې ورته ناممکن وي.