1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: ترکيه دي ژر ترژره پوځي عمليات بند کي

۱۳۸۶ اسفند ۷, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالتونو تر کيې ته خبرداری ورکړی دی چي د عراق په شمال کي د کردستان د ممنوعه کارګر ګوند PKK پر ضد خپل پوځي عمليات ژر تر ژره بند کي.

https://p.dw.com/p/DKBQ
د سپيني ماڼۍ ويانده
د سپيني ماڼۍ وياندهانځور: AP

په واشنګټن کي سپيني ماڼۍ اعلام وکۍ ، چي د دې د پاره تفاهم موجود دی، چي ترکيه غواړي د خپلو اتباعو ساتنه وکي. خو د ترکيې پوځ بايد خپل عمليات يوازي د PKK مراکزو ته متمرکزه کي او د ملکي خلګو د وژلو څخه مخ نيوی و کي.

د ترکي پوځ د معلوماتو سره سم په پو نظامي عملياتو کي يوازي پرون د PKK يو څلوېښت تنه ياغيان او دوه عسکر وژل سوي دي. پوځي الوتکو په يوه ورځ کي د کردانو د ممنوعه کارګر ګوند پر ديرشو هدفونو باندي بمبارۍ کړي دي. د ترکي آژانس Dogan د خبر سره سم ترکي پوځونه د عراق خاوري ته پنځه وېشت کيلومتره ورننوتلي دي.