1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا تر ټولو هېوادونو زيات پوځي لګښت لری

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د سويدن د سولي د څيړلو انستيتوت (سپريSIPRI/) د کلني رپوټ له مخي په ۲۰۰۸ کال کي په نړۍ کي د وسلولګښت ډيرشوي وو.

https://p.dw.com/p/I6Ad
د سويدن د سولي څيړلوانستيتوت

د ترورپه وړاندي جګړه او همدغه ډول د روسيی او چين د لا ډير قدرت لاس ته راوړلو لپاره هڅو تيرکال پوځي لګښت يو نوي ريکارد ته ډير کړيدي.

د سويدن د سولي دڅيړلوانستيتوت د کلني رپوټ له مخي پرو سږ کال په ټوله نړۍ کي ۱،۴۶۴بيليونه ډالره یعني يو زرمليارده او ۴۶۴مليونه ډالره په وسلو باندي لګول شويدي.

چين د لمړي ځل لپاره وروسته د امريکا له متحده ايالتونوڅخه په وسله والولوکي دويم مقام ته رسيدلي دي. المان پدي برخه کي شپږم مقام لري .

لکه هسي چي په ستوکهولم کي د دوشنبي په ورځ خپاره شوي رپوټ کي راغلي دي د ۲۰۰۷ کال په پرتله په ټوله نړۍ کي پوځي لګښت په سلو کي ۴ ډير شويدي. او که تيرشوي لس کلونه په پام کي ونيول شي، حتي په نړۍ کي د پوځي لګښت لوړيدل په سلوکي ۴۵ته رسيدل. د امريکا متحده ايالتونه په ۲۰۰۸ کال کي هم د۶۰۷ملياردو ډالرو لګښت سره د لست په سرکي داسي چي ډير وروسته له هغه نور راځي، ځاي درلود. دغه هيواد د يو کال په موده کي په پوځي مسايلو باندي که د ۱۴نورو هيوادونولګښت په ګډه وکتل شي چي، هغوي هم په وسلو باندي ډير لګښت کړي وو، زياتره پيسي لګولي دي.

د سولي د څيړلو انستيتوت څپري، د دي علت د پخواني جمهور رييس جورج بوش لخوا د ثقل د مرکزپه توګه د پوځي لګښت ټاکل کيدل بولي. د سپري د رپوټ اصلي ليکونکي سم پرلو فريد من وايي چي، سربيره پردي په اصطلاح له ترورسره مبارزه په ډيرو نورو هيوادونوکي هم د دې باعث شويده چي ربړو ته زياتره له پوځي نقطه نظره وکتل شي.

وروسته د امريکا له متحده ايالتونوڅخه چي پوځي لګښت يي ډير زيات دي په دويم کتار کي د چين ولسي جمهوريت راځي. نوموړي سترهيواد تير کال ۸۴،۹ مليارده ډالره په وسلو باندي لګولي دي. اوپه تيري لسيزه کي يي خپل پوځي لګښت دري چنده کړيدي. پدي ډول نو چين په پوځي لګښت کي له فرانسي، انګلستان، او روسيي څخه وړاندي دي.

المان له روسيي نه وروسته کتارکي راځي چي د وسلو لګښت يی۴۶،۸ ملياردو ډالرو ته رسيږي. دا ښيي چي المان هم په ۲۰۰۸ کال کي د۲۰۰۷ کال په پرتله زياتره پوځي لګښت کړيدي. خوسره له هغه هم المان اوجاپان د۱۵ هغو هيوادونو په ډله کي چي ډير پوځي لګښت لري، يوازني هيوادونه دي چي له ۱۹۹۹کال راهيسي يي خپل پوځي لګښت کم کړيدي. المان په سلو کي ۱۱ اوجاپان په سلوکي۱،۷ پوځي لګښت پدي تيرو لسو کالو کي لږکړيدي.

د لګښتونو له ډيريدو سره د نړۍ د۱۰۰ سترو وسله جوړونکو عايد هم ډير شويدي. له ټولوڅخه زياتره ګټه امريکايي تصدۍ بوينګ کړيده دويمه درجه ډيره ګټه انګليسي بي ا اي دوسلوجوړولوکارخاني، اوامريکايي لوک هيډ مارتين کړيدي د نړۍ هغه لس هيوادونه چي د وسلو لګښت يي له نورو نه زيات دي دادي: دامريکا متحده ايالتونه د۶۰۷ملياردو ډالرو، چين د۸۴،۹ملياردو ډالرو. فرانسه د۶۵،۷ملياردو ډالرو. انګلستان د۶۵،۳ ملياردو ډالرو، روسيه د۵۸،۶ملياردو ډالرو، المان د۴۶،۸ملياردو ډالرو، جاپان د۴۶،۳ملياردو ډالرو، ايطاليه د۴۰ ملياردو ډالروسعودي عربستان د ۳۸،۲ ملياردو ډالرو اوهندوستان د۳۰ ملياردو ډالرو پوځي لګښت سره دنړۍ له نورو هيوادونو څڅه په ۲۰۰۸ کال کي زياتره پيسي په وسلو لګولي دي.

په نوموړي رپوټ کي راغلي دي چي المان وروسته دامريکا له متحده ايالتونو اوروسيی څخه دنړۍ دريم ستر دوسلو صادرونکي هيواد دي .دالمان دوسلو جوړولو دصنايعو صادرات په تيرو ۵کالوکي په سلوکي ۷۰ ډیر شويدي.

دسولي دڅيړلو دانستيتوت په رپوټ کي د افغانستان لانجي ته هم يوفصل تخصيص شويدي . او ويل شويدي چي په نوموړي هيواد کي ممکن امنيتي وضعه لاخرابه شي . او دامريکا دجمهورريیس اوباما له ستراتيژۍ څخه د ډيرو انتظارونو له لرلو څخه يي اخطارورکړيدي. او زياته شويده چي پدي برخه کي د زر، او دوامداره پرمختګونوانتظارهم نه کيږي.

رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک