1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ته د مسلمان مهاجرو ورتګ کم سوی دی

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

په امريکا متحدو ايالاتو کي د مسلمان مهاجرو شمېر کم سوی دی. يوې پلټنې ښودلې ده چي امريکا ته په هجرت کوونکو کي اوس هم مسيحيانو اکثريت دي.

https://p.dw.com/p/2gSx9
USA Islamisches Zentrum in Kalifornien bekommt Drohungen
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/B. Cahn

د «پيو ريسرچ سنتر» په نوم انستيتيوت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۱۳مه نېټه) د خپلې يوې څېړني پايلي خپرې کړي دي. په دغه څېړنه کي پر دې موضوع تحقيق سوی چي امريکا متحدو ايالاتو ته په تيرو وختونو کي د کوم دين پيروان زیات مهاجر سوي دي.

د دغې څېړني پايلو ښودلې ده چي امريکا ته د مسلمان مهاجرو او پناه غوښتونکو په ورتګ کي کمښت راغلی دی. ياد انستيتيوت وايي چي د دغې څېړني له پاره يې د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو له وزارت څخه اعداد او شمېرې تر لاسه کړي او هغه يې ارزولې دي.

د پيو انستيتيوت له خوا په خپاره سوي راپور کي ويل سوي چي د دونالد ترمپ تر ولسمشر کېدو وروسته امريکا متحدو ايالاتو د ۲۰۱۷م کال د جون مياشتي تر پای پوري ۹۵۹۸ مسيحي پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی دی. په دې توګه نو امريکا ته په ياده موده کي د ورغلو مهاجرو نژدې ۵۰ سلنه برخه عيسويان دي. په راپور کي راغلي دي چي په ياده موده کي ۷۲۵۰ مسلمان پناه غوښتونکي هم امريکا متحدو ايالاتو ته ورغلي چي په ياده موده کي د ورغلو ټولو مهاجرو تقريبا ۳۸ سلنه برخه کيږي. له نورو اديانو سره د تړاو درلودونکو مهاجرو شمېر تقريبا ۱۱ سلنه بلل سوی دی.\

د راپور له مخي يو کال مخکي په عيني موده کي د ورغلو مسلمان مهاجرو سلنه ۴۶ او د عيسوي مهاجرو سلنه ۴۴ وه چي په دې توګه نو تر مسلمانانو کمه وه. د پيو د راپور له مخي د ترمپ د ولسمشرۍ په دوران کي د هغو مهاجرو شمېر چي امريکا متحدو ته ورتلل نور هم کم سوی دی.

پيو په داسي حال کي دغه راپور خپور کړی چي دونالد ترمپ غواړي امريکا ته د کلني ورتلونکو مهاجرو شمېر ته پوله وټاکي او دا چي هرکال تر ۵۰ زرو زيات مهاجر ور نه سي.

امريکا متحدو ايالاتو په ۲۰۱۶م کال کي ۸۴ زره مهاجرو ته ځای ورکړی وو. د پيو د راپور له مخي د دوی اکثره د کانګو، ميانمار، عراق، صوماليا، سوريې، اوکراين، بوټان او ايريتريا وکړي ول.
زموږ له آرشيف څخه (04.12.2016):