1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا ته د پاکستان ستراتيژيک اهميت کم سوی»

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۵, جمعه

امريکايي ديپلوماتان او کارپوهان وايي چي د امريکا له پاره په سيمه کي د پاکستان ستراتژيک اهميت سوی دی. دا چي ولي په دغه مطلب کي يې لوستلای سئ.

https://p.dw.com/p/1Jq24
Pakistan Nach einem Drohnenangriff
انځور: Getty Images/AFP
د امريکا متحدو ايالاتو ځيني پوځي چارواکي، ديپلوماتان او استخباراتي چارواکي وايي چي د واشګټن له پاره د اسلام آباد په ستراتيژک اهميت کي د پام وړ کمښت راغلی دی. دغه چارواکي د امريکا له پاره د پاکستان د اهميت د کمېدو څو لاملونه يادوي چي يو يې د پاکستان له لوري د امريکا دښمنو توندلارو ډلو ملاتړ ياد سوی دی. دغه چارواکي يو بل لامل دا يادوي چي امريکا له هند سره په پوځي او سوداگريزو ډګرونو کي اړيکي زياتي ټينګي کړي دي.

امريکا په نژدې تيرو کلونو کي پاکستان ته خپله پوځي او اقتصادي مرسته ډېره کمه کړې ده. ځکه چي امريکايي چارواکي په افغانستان کي د پاکستان له خوا د ياغيانو ملاتړ په غوسه کړي دي. په امريکا کي د پاکستان په اړه نارضايتي له هغه وروسته لا زياته سوې ده چي په افغانستان کي طالبانو په نژدې وختونو کي پرمختګونه کړي دي.

«پام لرنه د هند پر لور»

په واشنګټن کي د «ووډرو ويلسن سنټر» د سويلي آسيا برخي کارپوه مايکل کوګلمن وايي: «موږ وينو چي د امريکا متحد ايالات په سويلي آسيا کي له پاکستان او افغانستان څخه ليري د هند پر لور په دقيقه توګه خپله توجه کولو په حال کي دي.»

د پاکستان او امريکا متحدو ايالاتو تر منځ اړيکي له زيات وخت راهيسي مطلبي او پر بې اعتمادۍ ولاړي وې. دغه تودې سړې اړيکي دواړو اړخونو، ځکه پر مخ بيولې چي يو له بل څخه يې ګټه پورته کوله.

په داسي حال کي چي د بارک اوباما ادارې دې ته زړه نه ښه کاوه چي په افغانستان کي په نظامي توګه نوې ښکېلتيا ولري او نه يې غوښتل چي له پاکستان سره د اړيکو له سړېدو چين ګټه واخلي، ځکه يې نو له پاکستانه زياته فاصله نه نيوله. خو د پاکستان له خوا د طالبانو له ملاتړه ډه ډه نه کول، د امريکا متحدو ايالاتو په پوځي او استخباراتي کړيو کي دومره زياته نارضايتي رامنځ ته کړې ده چي له پاکستان سره د اوباما د ادارې تر هوډمنتيا قوي ده.

له هغه وروسته چي د القاعدې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل سو، د طالبانو مخکنی مشر اختر محمد منصور هم د پاکستان په خاوره کي دننه ووژل سو.

د مرستو کمښت

اوباما تېره مياشت وويل چي په افغانستان کي به د امريکايي عسکرو شمېر د خپلي دورې تر پایه پوري تر ۸۴۰۰ کسانو پوري وساتي. په دې توګه سره اوباما هغه پلانونه چي غوښتل يې د کال تر پايه پوري د عسکرو شمېر نيم کړي، بدل کړل.

يو وخت پاکستان په نړيواله توګه له امريکا متحدو ايالاتو څخه د مرستو تر لاسه کولو په برخه کي دريم هيواد وو. په داسي حال کي چي پاکستان په ۲۰۱۱م کال کي له امريکا څخه ۳،۵ ميليارده ډالره مرستي تر لاسه کړي وې، په ۲۰۱۶ م کال دغه مرستي يو ميليارد يورو ته راکښته سوې.

د بروکينګس انستيتيوت کارپوه او د سي آی اې پخوانی چارواکی بروس ريدل وايي: «کانګريس نور دې ته زړه نه ښه کوي چي د هغه دولت سره مرسته وسي چي د افغان طالبانو سره مرستي کوي کوم چي امريکايي عسکر وژني.» دا په داسي حال کي چي د امریکا په راتلونکي بوديجوي کال کي به ګانګرېس پر دې فيصله کوي چی پاکستان ته ۳۵۰ مليونه ډالره ورکړل سي که څنګه.

د پاکستان يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رايټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات به د دې وروسته هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي د پاکستان ملاتړ ته اړتيا ولري. دغه پاکستاني چارواکي ويلي چي پاکستان تر اوسه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کي ۱۰۰ مليارده ډالره مصرف کړي چي د امريکا له خوا تر سوو مرستو څو چند زیات دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.01.2016):