1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا خپله وروستۍ جنګي لوا د عراق څخه و ايستله

۱۳۸۹ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د امريکا پوځ ۷ کاله د مخه پر عراق باندي په پوځي حملې سره د صدام حسين رژيم نسکوره کړی.

https://p.dw.com/p/Orh7
د عراق څخه به ټول امریکايي عسکر د۲۰۱۱کال په پاي کي د جمهورريس اوباما له طرحي سره سم ووزي.
د عراق څخه به ټول امریکايي عسکر د۲۰۱۱کال په پاي کي د جمهورريس اوباما له طرحي سره سم ووزي.انځور: AP

د چهار شنبې په ورځ د امريکا د پوځ څلورمه لوا«سټريکر» چي ۴ زره تنه دي د کويټ خوا سرحد څخه اوښتې ده.

د چهار شنبې په ورځ دغه ډول په عراق کي د جګړي فعاله برخه پای ته ورسېده.

د امريکا پوځ ۷ کاله د مخه پر عراق باندي په پوځي حملې سره د صدام حسين رژيم نسکوره کړی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندفليپ کرولي دا يوه تاريخي شيبه بللې ده. خو په عراق کي يې د ماموريت د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي.

تر څه وخت د مخه پوري په عراق کي ۶۴ زره امریکايي عسکر ول. د هغوﺉ څخه يې چي د وتلو نېټه يې د اګست د مياشتي وروستۍ ورځ ده ۵۰ زره په عراق کي د هغه هيواد د امنيتي ځواک د روزلو او لکه څنګه چي په واشنګټن کي ويل کيږي د امريکا د علاقمندیو امنيت به ساتي.

د عراق څخه به ټول امریکايي عسکر د۲۰۱۱کال په پاي کي د جمهورريس اوباما له طرحي سره سم ووزي.

په عراق کي د جګړې د پيل څخه شاوخوا ۴۴۰۰ امریکايي عسکر وژل سوي دي.

د امريکا د جمهورريس بارک اوباما د پلان سره سم د عراق څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو سره سم به په افغانستان کي خپل عسکر ۳۰ زره نور هم ډير کړي.

د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو بهير بايد د ۲۰۱۱ کال د جولای په مياشت کي پيل سي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم