1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا خپلو وگړو ته د ترهگرۍ له گواښه خبرداری ورکړی

۱۳۹۴ آذر ۳, سه‌شنبه

په واشنگټن کي د بهرنیو چارو وزارت امریکايي اتباعو ته په ټوله نړۍ کي د سفر پر وخت د بریدونو له خطر څخه خبرداری ورکړی دی. د «سفر دغه خبرداری- Travel Alert» په لمړي سر کي د درو میاشتو له پاره اعتبار لري.

https://p.dw.com/p/1HB4s
انځور: Reuters/K. Lamarque

د وزارت په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي موجوده معلومات دا نتیجه ورکوي چي تندلاري سازمانونه، لکه افراطي ډله «اسلامي دولت»، القاعده او یا بوکوحرام د نړۍ په ډیرو سیمو کي حملې پلان کړي دي.

د وزارت چاروکو په دې اړوند د فرانسې، ترکيې، مالي او نایجریا تازه بریدونو ته اشاره کړې ده. هغوی وايی چي «امریکايي اتباع چي په هر ډول عامه ځایوکي وي او یا له عامه ترانسپورت څخه کار اخلي، باید بیداره اوسي. د ډیرو خلکو په منځ ځانونه ورگډ نه کړي او د استراحت پر وخت په خاص ډول بیداره اوسي.»

هیوا ته د افراطيانو له بیرته راتگ څخه خبرداری

په واشنگټن کي د بهرنیو چارو وزارت له هغو انفرادي تندلارو څخه خبرداری ورکوي دی چي په هیڅ سازمان پوري مربوط نه دي، خو د تندلارو ډلو د بریدونو له کبله له هغوی سره ځانونه نژدې احساسوي.

وزارت وايي: «د ترهگرو حملو احتمال پاته دی، ځکه چي په سوریه او عراق کي د اسلامي دولت ډلي غړي بیرته راځي.» وزارت په دې ډول هغو اروپايي او امریکايي اتباعو ته اشاره کوي چي په سوریه او عراق کي جنگیدلي او تر افراطي کیدو وروسته بیرته خپلو هیوادو ته راځي.

تندلارو تر اوسه پوري د سپورټ پر لویو مسابقو، تیاترونو، مارکیټو او د هوايي ډگرونو پر تأسیساتو باندي حملې کړي دي. د وزارت په وینا هغوی کولای سي له خطرناکو تاکتیکي وسلو څخه کار واخلي. د مثال په توگه کیمیاوي او بیالوژیکي وسلې استعمال کړي چي کیدلای سي عامه او شخصي تأسیسات په نخښه کړي.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت اکثرأ د انفردي دولتونو په باب خبرداری ورکوي او د ټولي نړۍ په کچه ډیر لږ دا ډول اخطارونه ورکوي.

اولاند له اوباما سره

د پاریس په حملو کي، چي داعش یې مسؤلیت ومانه، د نومبر میاشتي پر ۱۳ نیټه ۱۳۰ انسانان ووژل سول. تر هغه راوروسته فرانسه هڅه کوي، یوه پراخه نظامي جبهه جوړه کړي، څو په سوریه او عراق کي د اسلامی دولت پر ضد وجنگیږي.

نن سه شنبه د امريکا متحدو ايالاتو او فرانسې جمهوررييسان بارک اوباما او فرانسوا اولاند په سپینه ماڼۍ کي سره گوري او د نورو تدابیرو په باب سره سلأ مشورې کوي.