1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا خپل افغان ترجمانان يوازي پرې ايښي دي

عبدالباري حکيم/ پاسين هايم۱۳۹۲ آذر ۲۰, چهارشنبه

ډيرو افغان ترجمانانو څو کاله د امريکا د پوځ له پاره خدمت کړی دی. د طالبانو په نظر هغوی خائينان دي. په همدي وجه په زرونو افغان ترجمانان په خپل هيواد کي د ژوند له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1AX6O
انځور: veneratio/Fotolia

په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالاتو د پوځ ډيري افغان ترجمانان له کلونو راهيسي متحده ايالاتو ته د ژمنه شوي ويزي له پاره انتظار باسي، يوه امريکايي پوځي د خپل هغه ترجمان سره د مرستي له پاره ملا وتړله چي د هغه ژوند يي وژغوری. لومړي بريدمن، مات زيلر چي د واشنګتن په يو اطرافي سيمه کي کور لري خپل پخواني ترجمان ته په اشاره سره کيسه کوي: «که چيري دا سړی نه وای، نو نن به زه د خپل کور پر دي کوچ ناست نه واي او نه به مي د تيرو کلونو کيسه کولای.»

د زيلر تر څنګ يو افغان ناست دی چي خپل دوه تنه وطنوال يې ووژل، څو د دغه امريکايي پوځي ژوند وژغوري. زيلر وايي چي پنځه کاله مخکي په غزني ولايت کي تر يوې سختي چادوني وروسته په يوه کنده کي ولويدم. هغه وايي :«ما فکر کاوه چي نور نو زه ختم شوم. په حقيقت کي د ۲۰۰۸ کال د اپريل پر ۲۸ زه مړ وم.»

زيلر يادونه کوي چي هغه په کنده کي پورت وو.۵۰ طالب جنګيالو د هغه کوچنۍ ټولګۍ محاصره کړې وه. هغه نور له ځان څخه د دفاع امکانات نه درلودل. هغه کيسه کوي. «خو ډير لږ وروسته مي احساس وکړ چي يوڅوک زما تر څنګ پيدا شو، سمدلاسه مي د ۴۷ AK ډوله روسۍ وسلې ډزي واوريدلې، زه حيران پاته شوم، له ځان سره مي فکر وکړ چي امريکايي سرتيري خو په دي وسله سمبال نه دي. له ځان سره مي فکر وکړ چي دغه سړی زما ترڅنګ څوک دی چي له دغي وسلي کار اخلي.»

هغه وايي وروسته بيا راته روښانه شوه چي هغه دغه افغان ترجمان وو چي نوم يي شينواری دی. زيلر د خپلي کيسي په دوام کي وايي، «کله چي دو تنو طالب جنګايلو غوښتل پر ما ډزي وکړي، نو د شينواري پام شو او سمدلاسه يي پر هغو ډزي وکړي او هغوی يې ووژل.» امريکايي پوځي يادونه کوي، کله چي موږ بير ته خپلي پوځي قرارګاه ته ستانه شو نو هغه له شينواري څخه پوښتنه وکړه چي ولي يې د هغه ژوند وژغوره. شينواري په جواب کي ورته وويل: «ګوره وروره، ته زموږ په هيواد افغانستان کي مېلمه يي. تاسي دلته د دي له پاره راغلي ياست چي زموږ سره مرسته وکړي تر څو موږ خپلي آزادۍ ته ورسيږو. دا زموږ دنده ده چي موږ د خپلو مېلمنو ژوند وژغورو.»

زيلر او شينواری په واشنګټن کي د مرکې پرمهال
زيلر او شينواری په واشنګټن کي د مرکې پرمهالانځور: DW/A. Passenheim

ترجمانان د طالبانو د غچ اخيستلو په ليست کي

زيلر وايي چي هغه له خپل ترجمان څخه ډير ممنون دی او تصميم يې ونيو چي څرنګه د هغه دا نيکي ور ادا کړي. ډير وخت نه وو تير شوي چي يو افغان پوځي شينواري ته خبر ورکړ چي هغه اوس د طالبانو د غچ اخيستلو په ليست کي شامل دی. شينواری خپله وايي: «د افغانستان د ملي پوځ استخباراتو ماته خبر راکړ، دا چي ما نه يوازي د يوه بلکي د ډيرو امريکايي سرتيرو ژوند په دغه پيښه کي ژغورلی وو، نو زه يې د مرګ په يلست کي شامل کړم. معنی دا چي، که چيري هغوی ما پيدا کړي، نو مابه وژني.»

همدا څه موده مخکي د افغانستان په شمال کي د آلمان د پوځ يو پخواني ترجمان مړ وموندل شو. ويل شوي دي چي دغه ترجمان چي نوم يي، جواد وفا معرفي شوی دی، تر دي مخکي ويلي ول چي هغه ته د مرګ ګواښونه شوي دي. په همدي وجه د آلمان حکومت تر دې پيښي مخکي آلمان ته د هغه له پاره د سفر ويزه منلې وه.

ډيري افغان ترجمانان ان د عملياتو په وخت کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغوی پوهيږي چي له بهرنيو ځواکونو سره کار د هغوی د ژوند په بيه تماميږي. خو شينواری وايي: «زه پوهيدم چي دا کار زما او زما د کورنۍ له پاره ښايي له سخت خطر سره وي.» نوموړي ۳۶ کلن يادونه کوي : «خو له وطن سره مينه او د سولي له پاره هيله زما تر ويري او انديښنې اوچته وه.»

د ويزي اخيستلو له بيروکراسۍ سره مبارزه

د دوو ماشومانو پلار شينواري، تر څو واري خبرداريو وروسته امريکا ته د سفر کولو غوښتليک وړاندي کړ. د هغه آمرينو نوموړي ته وويل چي هرمرو بايد د ويزې غوښتنه وکړي، ځکه هغوی له افغانستان څخه په وتلو کي دي او نه شي کولای چي د هغه ژوند وژغوري.

د امريکا متحده ايالاتو د هغو کسانو له پاره چي په عراق او افغانستان کي يې له امريکايي پوځ سره خدمت کړی دی، يو ځانکړي پروګرام جوړ کړی دی، څو د هغوی ژوند خوندي سي. خو دا پروګرام تر ډيره حده يوازي د کاغذ پر مخ پاته دي.

شينواری د امريکايي ادارو له بيروکراسۍ څخه سخت ناراضه دی. د غزني تر پيښي وروسته هغه مجبوره شو چي له امريکايي ادارو سره لاس او پنجه نرمه کړي، څو امريکا ته يوه ويزه تر لاسه کړي. شينواري او امريکايي پوځي زيلر، د دغي بيروکراسۍ ستونزي عملاً وليدلې. هغوی بايد پوره يو کال د ځينو اسنادو، لکه انترنتي مغلقو فورمو ډکولو، د ډاکترانو تصديقونو او د «رښتيا او دروغو د معلوملو د ماشين» د نتايجو له پاره انتظار کړی وای. زيلر په دي اړه وايي:

«سړی بايد ثابته کړي چي لږ تر لږه يو کال يې په پوره وفادارۍ د امريکا پوځ ته خدمت کړی دی. سړی بايد ثابته کړي چي رښتيا هم ژوند يي په خطر کي دی. سر بيره پردې استخبارات بايد ضمانت وکړي چي پر تا باندي د ترهګري شک نه کيږي. دا ځکه چي په بهرنيو چارو وزارت او استخباراتو کي هيڅوک نه غواړي چي يو بل بن لادن ته د امريکا ويزه ورکړي.»

افغان ترجمان شينواری
افغان ترجمان شينواریانځور: DW/A. Passenheim

تر ډيرو ستونزو وروسته شينواری وتوانيد چي د امريکا ويزه، تر لاسه کړي، خو هغه هم د خپل امريکايي ملګري په مرسته چي د هغه ژوند يې ژغورلی وو. زيلر بايد د شينواري له پاره له امريکايي سياستوالو سره خبري کړي وای، بايد سپارښتني يي د کډوالو ادارو ته وړاندي کړي وای. بالاخره تر دوو کلونو وروسته شينواری وتوانيد چي له خپلي کورنۍ سره په اکتوبر مياشت کي متحده ايالاتو ته داخل شي.

مرسته له ځنډ سره

د عراق د کډوالو د مرستي له پروژي څخه، کاترين رايزنر وايي چي شينواری بختور وو چي تر دوو کلونو وروسته يي امريکا ته ويزه ترلاسه کړه. د هغي د وينا له مخي ډيری عراقي او افغان ترجمانان له کلونو راهيسي انتظار باسي.

په نيويارک کي د «اوربان جستيس سنتر» يا د «ښاري عدالت مرکز» په نامه د عراقي کډوالو له پاره د مرستي مرکز اوس د افغانانو پر دوسيو باندي هم کار کوي. کاترين رايزنر وايي چي د مرستي دغه پروګرام له افغانانو سره ډيره زياته مرسته نه ده کړي: «تر تير کاله پوري دغه پروګرام هيڅ افغان ته ويزه نه ده ورکړې. له هغه وروسته چي دغه پروګرام د کانګرس له خوا تصويب شو ، چارواکو تر اوسه پوري هغه تطبيق کړی نه دی.»

د نوموړي سازمان د وينا له مخي د قانون له مخي د عراقيانو له پاره ۲۵ زره ويزي ومنل شوې، خو له ۲۰۰۸ کال راهيسي تر اوسه پوري تر۶۰۰۰ لږ کسانو ته دغه شان ويزې ورکړل شوي دي. د افغانانو له پاره د کاغذ پر مخ ۹۰۰۰ ويزې منل شوي دي، خو تر اوسه ،پري يوازي۱۲۰۰ کسانو ته امريکا ته د سفر اجازه ورکړې ده.
اصلاحاتو ته اړتيا

د عراقي ترجمانانو پر خلاف افغان ترجمانان نه شي کولای چي خپلي کورني د ويزې په پروګرام کي شاملي کړي. حتی که د هغوی ژوند هم له خطر سره مخامخ وي. د شينواري په څير يو ترجمان يوازي خپله مېرمن او دوه ماشومان چي هغوی هم بايد تر۲۱ کلونو زيات عمر ونه لري، کولای شي چي له ځان سره متحده ايالاتو وليږدوي.

په کابل کي د امريکا سفير خواشيني څرګنده کړې ده چي د متحده ايالاتو د پوځ د افغان کارکونکو د ويزي پروسه له يو لړ خنډونو سره مخامخ کيږي. رايزنر وايي: «راستانه شوي امريکايي سرتيري له هغو پيښو څخه ښه خبر دي چي د هغوی د افغان ترجمانانو ژوند څرنګه له خطر سره مخامخ دی. هغوی ښه پوهيږي چي ځيني يې تردې مخکي په عملياتو کي وژل شوي او ځينو ته يي د مرګ ګواښونه کيږي. اوس دغه سازمان او نور فعالين او دغه راز د کانګرس ځيني غړي هڅه کوي چي دغو خلکو ته د ويزې د ورکړي په پروسه کي آسانتياوي رامنځته شي.