1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"امريکا د افغانسان غلط انځور وړاندي کوي"

۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ايالاتو د پوځ يوه غړي ويلي دي چي هيواد ئې د افغانستان له جگړې څخه غلط انځور وړاندي کوي. امريکا په دغه جگړه کي پرمختگونه لوی ښکاره کوي او پر نيمگړتياو سترگي پټوي.

https://p.dw.com/p/13yMA
انځور: picture alliance / k89/ZUMAPRESS.com

دنيل داويس چي يو کال ئې په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو په چوکاټ کي دنده تر سره کړې ده اوس پر خپلو مشرانو نيوکه کوي چي د افغانستان له وضعي څخه ئې يو ويرونکی انځور وړاندي کړی دئ.

هغه په يوې آزادي پوځي رسنۍ کي ليکلي دي چي د افغانستان وضعيت تر هغه څه چي امريکايان ئې خپلو خلکو ته وړاندي کوي، ډير توپير لري:

«هغه څه چي ما په افغانستان کي وليدل هغه د امريکايي رسمي ويناوو سره هيڅ سمون نه لري.»

داويس پخپله مقاله کي ليکلي دي چي هغه څه چي ده په افغانستان کي ليدلي دي د جگړې ناکامي او خراب وضعيت وو. هغه ويلي دي چي د افغانستان دولت نه شي کولای چي خپلو خلکو ته خدمت وکړي او دا چي د دغه هيواد پوځيان يا خو د طالبانو سره جگړه نه کوي او يا ئې له هغوی سره لاس يو کړی دئ.

داويس پخپله مقاله کي دا پوښتلي دي چي امريکا بايد نور څومره سرتيري د داسي عملياتو له پاره له لاسه ورکړي چي د کاميابۍ پر لور روان نه دي او په اړه ئې غلطي ويناوي ورکول کيږي.

داويس د افغانستان د جگړې په اړه خپل انځور د امريکا د سنا له ځينو غړو سره هم شريک کړی دئ. هغه د خپلي مقالې يوه بله بڼه د دفاعي چارو ديپارتمنت ته هم استولې ده. نوموړی وايي چي دا کار به ئې مشران په غوسه کړي او کيدای شي د هغه راتلونکي مسلکي ژوند ته تاوان ورسوي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت د داويس له خبرو سره مخالفت ښودلی دئ. د پنتاگون وياند جورج ليتل، ويلي دي چي داويس د خپل نظر د ويلو حق لري. خو زياته کړې ئې ده چي چي د متحده ايالاتو د دفاع وزير په افغانستان کي پر خپلو قوماندانانو پوره باور لري چي هغه ته به د افغانستان د جگړې په اړه دقيق انځور وړاندي کوي.

ليتل ويلي دي چي د افغانستان جگړه له بېلابېلو لارو د مختلفو ميتودونو په کارولو سره څېړل کيږي او هغه د يوه سړي برداشتونه بدلولای نه شي.

داويس ويلي دي چي هغه په افغانستان کي له۲۵۰ سرتيرو سره خبري کړي دي او هغه څه چي ئې پخپله مقاله کي ليکلي دي د همدغو سرتيرو د خبرو پر اساس دي.

داويس پخپله مقاله کي له يوه افغان پوځي سره د خپلو خبرو کيسه هم کړې ده. هغه ويلي دي چي په کونړ ولايت کي د ياغيانو تر يوه بريد درې ساعته وروسته هغه له يوه افغان پوځي سره خبري وکړې او ورته ويويل چي څرنگه غواړي دغه ياغيان تعقيب کړي.

داويس وايي چي افغان سرتيري هغه ته وکتل او په خندا ئې وويل چي دا کار خطرناکه دئ ځکه نو ئې نو دوی نه تر سره کوي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکي: نجيب الله زيارمل