1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانستان او پاکستان تر مينځ مينځګړيتوب کوي

۱۳۸۷ خرداد ۲۷, دوشنبه

بوش ويلي دي چي د افغانستان او پاکستان تر مينځ بايد استخباراتي معلومات تباديله سي

https://p.dw.com/p/EKdg
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: AP

دAp ديوه خبر د مخه دجور ج ډبليو بوش په عقيده دامريکا متحده ايالتونه کولای سي چي د افغانستان او پاکستان ترمينځ داړيکو دبيا ښه کولو په لاره کي خپله ونډه ترسره کړي .

نن بوش د دواړو هيوادونو له حکومتونو څخه ددې غوښتنه کړې چي، دوی خبري سره وکړي او استخباراتي معلومات سره تبادله کړي . د افغانستان اولسمشرحامد کرزي د يکشنبې په ورځ ګاونډي هيواد پاکستان ته ددې ګواښ کړی وچي که چيري دپاکستان له خاوري څخه پر افغانستان باندي دطالبانو حملې دوام پيدا کړي نو افغانستان به دې ته اړ سي چي دپاکستان په خاوره کي دطالبانو پر مرچلو باندي بريدونه وکړي . نن پاکستان په اسلام آباد کي دافغانستان سفير ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت ته احضار کړی اوڅنګه چی، دپاکستان دبهرنيو چارو د وزارت وياند محمد صادق ویلي دي هغه ته دپاکستان د حکومت يو احتجاج ليک سپارل سوي . په لندن کي جور ج ډبليو بوش په دې هکله چي آيا دی به دحامد کرزي دګواښ څخه ملاتړ وکړي او که نه هيڅ دريځ ندی نيولی خو همدومره يې ويلي چي دی دکرزي په اندېښنو باندي پوهيږي . او مونږ کولای شو ددواړو هيوادنو سره مرسته وکړو .

دپاکستان او د امريکا دمتحده ايالتونو ترمينځ هم اړيکي لکه څنګه چي ښايي ښه ندي او په تېره اونۍ کي دافغانستان له خاوري څخه امريکايي جنګي الوتکو دافغانستان او پاکستان په ګډ و پو لو کي ځیني اهداف بمباري کړي وه.